د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کتابونو بازار اغېزمن شوی


په جلال بار ښار کې د کتابونو يو دوکان - انځور له ارشیفه
په جلال بار ښار کې د کتابونو يو دوکان - انځور له ارشیفه

په جلال اباد کې کتاب پلورونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې نه یوازې نوي کتابونه نه دي خپاره کړي بلکې د کتابونو بازار هم په "ټپه درېدلی" دی.

مومند خپرندویه ټولنه له اوږدو مودې راهيسې د کتابونو د چاپ ترڅنګ کتابپلورنځی هم لري. د هغې ټولنې د تخنیکي چارو مسوول هدایت الله عادل مشال راډيو ته وویل چې تر سياسي بدلون وروسته د کاروبار په ټپه درېدو لوی لامل په افغانستان کې د تدریسي بهیر ټکنی کېدل دي. "په افغانستان کې پوهنتونونه رخصت ول، د خلکو د اقتصاد کچه بېخي صفر ته رالوېدلې، که چا په اولاد شخصي پوهنتون ویلی شو، نو د هغوی په کورنۍ کې دوه، درې کسانو معاش اخیسته، معاشات پرې درېدلې دي، نو طبعاً هغه په اولاد تعلیم هم نه شي کولای."

نوموړي وويل چې دوکان ته يې پینځه فیصده زده کوونکي ورځي چې پکې ډېری فوټو کاپي کوي او يا خپله چاره سازي کوي.

خو کتاب لوستونکي بیا د کتابونو له لوړو قیمتونو شکایت کوي. دیدار احمد مایار چې په پښتو ادبیاتو کې يې ماسټري کړې او غواړي چې د دوکتورا لپاره تیاری وکړي، وايي چې د کتابونو اخیستو توان يې له لاسه ورکړی دی. "د نورو لوړو زده کړو لپاره غواړم چې بېلابېل کتابونه مطالعه کړم او په بازار کې يې وپېرم، خو له بده مرغه داسې بد اقتصادي وضعیت راغلی چې د دې توانايي نه لرو چې کتابونه واخلو. زه اوس خپله اړتیا لرم چې د پي اېچ ډي لپاره چمتووالی ونیسم، بېلابېل کتابونه په بازار کې واخلم، نو که په بازار کې پیدا هم شي، ګران دي."

د ده په وينا، په پخواني جمهوري نظام کې اقتصادي وضعیت ښه وو او کار روزګار پیدا کېده. "له بده مرغه اوس کار روزګار نشته، خلک ډوډۍ پیدا کولو ته حيران پاتې دي."

ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګي چارو امر امرالله امېد وايي چې دوی په دې ولایت کې څلور کتابتونونه د خلکو د مطالعې لپاره پرانیستي دي او د کتاب مینه وال کولای شي چې له خپل ذوق سره سم، د مطالعې لپاره کتابونه په امانتي ډول یوسي.

دی وايي، چې د کتابتونونو د ډېرېدو هڅه کوي او غواړي چې ځوانان مطالعې ته وهڅوي او د دې لپاره د کتابونو نندارتونونه جوړول غواړي.

دی وايي، کتابتونونه یې په جلال اباد، خوږیاڼیو، غني خېلو او اډې فارم کې پرانیستي دي چې خلک ورتللای شي او پکې مطالعه کولای شي.

په جلال اباد کې د کتابونو د یوه دوکان یوه څنډه - انځور له ارشیفه
په جلال اباد کې د کتابونو د یوه دوکان یوه څنډه - انځور له ارشیفه

امېد مني چې د کتاب لوستلو فرهنګ کمزوزی شوی خو وايي هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو ځوانان کتاب لوستنې ته وهڅوي. "دغه ټولنه چې له کومې مالي تنګدستۍ سره مخامخ ده نو دې له بده مرغه، پر مطالعې باندې هم بد اغېز کړی دی. خو تمه ده چې دا به بېرته ښه کېږي، موږ ورځ تر بلې د دې شاهدان يو چې خلک لېوالتیا ښيي، کتابتون ته راځي، کتابونه لولي، کتابونه وړي."

په ننګرهار کې په لسګونه خپرندویه ټولنې په فعالیت بوختې وې چې پخوا به يې هره میاشت په لسګونو نوي پښتو کتابونه خپرول او پر ننګرهار برسېره به نورو ولایتونو ته هم استول کېدل، خو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې چې پر افغانستان طالبان واکمن شول، ورسره د یوشمېر نورو روزګارونو ترڅنګ د کتاب بازار هم په ټپه درېدلی دی.

XS
SM
MD
LG