د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل او نورو لویو ښارونو کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي


په کابل کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس معلومولو لپاره د یوه کس معاینه کوي - انځور له ارشیفه.
په کابل کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس معلومولو لپاره د یوه کس معاینه کوي - انځور له ارشیفه.

د طالبانو حکومت وايي، د افغان پلازمېنې کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د فبرورۍ له ارقامو سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د وزارت ویاند جاوېد هژیر د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په یوه غږیز بیان کې وویل، "له ۱۵۳۷ سیمپلونو څخه چې په ۲۴ ساعتونو کې مو اخیستي ۴۵۲ مثبتې دي. ۶۷۵ کسان ښه شوي خو متاسفانه شپږ تنه مړه شوي."

دی زیاتوي، په مړو کې دوه د کابل، یو د کندهار، یو د بلخ، بل د ننګرهار او یو د پنجشېر اوسېدونکي ول.

د کووېډ-۱۹ مثبتې پېښې پر داسې مهال زیاتې شوې دي چې اکثر روغتیايي مرکزونه د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.

د روغتیا وزارت معین عبدالباري عمر په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو د کورونا وایرس ناروغۍ لپاره له ځانګړو روغتونونو سره مرستې درولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د جنورۍ په نیمايي کې ویلي ول چې ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره ځانګړي روغتونونه بیا فعال کړي.

هژیر هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او اېم) په هرات، ننګرهار، کندهار او هېلمند کې د څلورو روغتونونو فعالولو مسوولیت منلی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) اعلان کړی چې په پینځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي. ده زیاته کړې وه چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هم اعلان کړی دی چې په ځینو ولایتونو کې به له څلورو څخه تر پینځو پورې روغتونونه تمویل کړي.

خو تر اوسه روښانه نه ده چې هغه روغتونونه بیا فعال شوي او ایا پکې اسانتیاوې برابرې شوې دي او که نه؟

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هېواد د دولتي او حکومتي ادارو فعالیتونه اغېزمن شول.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم حکومت د پېښو د تشخیص او د ناروغانو د درملنې پوره وسایل نه لرل. همدا لامل دی چې ښايي په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې تر رسمي پېښو خورا زیاتې وي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون، د روغتیا نړیوال سازمان او ورلډومیټر ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ تر ۱۴مې پورې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د رسمي پېښو شمېر شاوخوا ۱۷۱،۰۰۰ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۷،۴۹۴ کسان مړه شوي دي او ۱۴۹،۷۰۲ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG