د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: قومي مشرانو په دښمنيو کې د ښځو پر ورکولو بنديز لګولی


قومي مشرانو ښځو ته په ميراث او د ژوند د ملګري د انتخاب د حق د ورکولو پرېکړه هم کړې ده. د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۱مې انځور.
قومي مشرانو ښځو ته په ميراث او د ژوند د ملګري د انتخاب د حق د ورکولو پرېکړه هم کړې ده. د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۱مې انځور.

د افغانستان د خوست ولايت قومي مشرانو په دښمنيو کې د ښځو ورکولو د منع کولو ترڅنګ په میراث او د ژوند د ملګري په انتخاب کې د حق ورکولو پرېکړې کړې دي.

د فبروري پر ۲۱مه نېټه د خوست د مرکز او ولسوالیو د بېلابېلو قومونو مشرانو په يوه جرګه کې دا پرېکړه هم وکړه چې د ښځې مهر به درې نیم لکه افغانۍ وي.

قومي مشر توریالی منګل مشال راډيو ته وويل چې په دې قومي پرېکړو کې دا هم ول چې ښځې باید په دښمنیو کې ور نه کړل شي او د دې ترڅنګ د غچ اخیستو پر مسله هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د قاتل پر ځای باید د هغه خپلوان و نه وژل شي ځکه چې دا په شریعت کې جواز نه لري.

په جرګه کې قومي مشرانو وويل، په اسلام کې د کورنۍ د نرینه غړو په شان ښځې د پلار په میراث او د ژوند د ملګري په انتخاب کې حق لري او باید دا حقونه ورڅخه وانخیستای شي.

ښځې باید په دښمنیو کې ورنکړل شي او د قاتل په ځای باید د هغه خپلوان و نه وژل شي
قومي جرګه

د خوست مخورو په دې ناسته کې پر ښځې غږ کول یو ناوړه کار وباله او ويې ویل، که چا د بل کس خور یا لور غږ وهلې کړه نو قوم به په پښتني دود او دستور د هغه کس کور ورسوځوي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت والي محمد نبي عمري د ښځو د مهر د اندازې په اړه د قومي مشرانو پرېکړه داسې اعلان کړه، "د مهر په ارتباط د هلک اقتصاد ته هم نظر شوی، د نجلۍ هغو وسایلو، اسبابو او ضروریاتو ته هم پام شوی دی او درې نیم لکه افغانۍ يې لیکلې دي. دا کافي پیسې دي او د ټولو د تايید وړ دي. "

د خوست د قومي مشرانو پرېکړې، چې ډېری يې د ښځو پر مسایلو څرخېدې، دا هم وویل شول، کونډې ښځې ته اسلام حق ورکړی چې هر ځای يې خوښه وي، نکاح کولای شي.

یو بل دیني عالم مولوي دیدار خان مشال راډېو ته وويل چې مهر د ښځې حق دی او د مهر پیسې باید د نجلۍ پلار، ورور او نور خپلوان وانخلي.

یو بل قومي مشر حاجي قاسم ځدراڼ وايي، "دا ستونزې زموږ په ټولنه کې شته او په دې اړه قومي پرېکړې ته یوه ستره اړتیا وه."

د ده په خبره، د قومونو، کلیو او خېلونو په مینځ کې ډېری ستونزې او مسلې له همدې خبرو جوړېږي او پر همدې پرېکړې عمل کول د دې ستونزو یواځینی حل بلل کېږي.

د حقوقي چارو پوهان دا ډول پرېکړې د اخلاقي او اقتصادي جرایمو په مخنیوي کې اغېزناکې بولي.

د حقوقو د پوهنځي استاد رباني وحدت مشال راډيو ته وويل چې د دغو پرېکړو له عملي کېدو سره به په ټولنه کې د ګڼو اخلاقي او اقتصادي جرایمو، ټولنیزو ناخواليو، بدمرغیو او د جنګونو کچه ټیټه شي. "زه مطمین یم چې د دغو مادو پر وړاندې ټولنه هېڅ ډول حساسیت نه لري. که چېرې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، چې دا د اسلامي شریعت غوښتنه ده او اوامر يې دي، زه باور لرم چې خلک به يې په ورین تندي ومني."

پخوا هم څو څو ځلې یوشمېر قومونو د بېلابېلو ټولنیزو مسایلو لکه، د ښځو د مهر، په بدو کې د ښځو د نه ورکولو او د نشه يي توکو د کاروبار د بندېدو په اړه پرېکړې کړې دي خو هغه پرېکړې په بشپړ ډول نه دي پلي شوې.

په خوست کې د دې قومي غونډې ګډونوال ډاډه ول چې د ټولو قومونو د مشرانو په ګډې پرېکړې او د طالبانو د حکومت په ملاتړ به دا فیصلې تر پخوا لا ښه پلي شي.

XS
SM
MD
LG