د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېنټاګان: داعش ډله له طالبانو څخه د خپه کسانو جذبولو هڅې کوي


یو طالب وسله وال په کابل کې پر پوځي روغتون د داعش ډلې تر برید وروسته د پهرې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر میاشتې انځور.
یو طالب وسله وال په کابل کې پر پوځي روغتون د داعش ډلې تر برید وروسته د پهرې پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر میاشتې انځور.

د امریکا دفاع وزارت (پېنټاګان) په یوه راپور کې ویلي چې د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګه په افغانستان کې د هغو کسانو د جذبولو په لټه کې ده چې له طالبانو ناراضه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې داعش او القاعده لا هم حضور لري او دا امکان شته چې القاعده د طالب مشرانو په غوښتنه "غلې پاتې" وي.

د فبرورۍ پر ۱۵مه په خپور شوي راپور کې د داعش بریدونو ته په اشاره راغلي چې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې داعش له پیدا شوي فرصته په استفادې هڅه کوي چې د طالبانو مخالفان او د طالبانو له حکومته خپه کسان په خپلو لیکو کې شامل کړي.

خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پېنټاګون رپورټ رد کړی دی.

د وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل، داعش افغانستان ته "جدي ګواښ" نه پېښوي او دا چې هغه ډله له "دیني او عقیدوي اړخه" د هغه هېواد خلکو ته "د منلو نه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې داعش ډلې د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر لویو ښارونو کې حملې کړې دي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. طالبان وايي، د هغې ډلې پرضد یې په عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژلي او ګرفتار کړي دي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ په یوه مرکه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو د جګړې ستاینه کوې خو ویلي یې دي چې طالبان هېڅ لېوالتیا نه لري چې له القاعدې ډلې سره خپلې اړیکې وشلوي، حال دا چې دوی د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې له القاعدې سره د اړیکو د پرې کولو ژمنه کړې وه.

طالبانو په بیا بیا ویلي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پروړاندې وکاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو پلاوي په دوحه کې د اروپايي هیوادونو سفیرانو ته په دې اړه ډاډ ورکړی. " د اسلامي امارت پلاوي د غونډې د برخوالو د ځینو امنیتي اندېښنو په تړاو ډاډ ور کړ چې حکومت یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعماله کړي."

د طالبانو د حکومت پلاوي د فبرورۍ پر ۱۵مه د قطر په پلازمېنه کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره ولیدل.

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ زیاتوي "د القاعدې په اړه زموږ خبرې اترې لا هم یو چیلېنج دی . موږ غواړو پر هغو ګامونو باندې چې د القاعدې او داعش پرضد پورته کېږي، ډاډه شو. غواړو وګورو چې افغانستان هېڅ یوه ترهګره ډله چې په دوی کې د تحریک طالبان پاکستان، [د پاکستان] جېش محمد او لشکرطیبه [ډلې] هم شاملې دي، فعالیت و نه کړي."

XS
SM
MD
LG