د لاسرسي ځای

تازه خبر

يونېسېف: تر درې مېليونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي


يونېسېف وايي. له بېړنيو مرستو بغیر ماشومان ښايي له سختې خوارځواکۍ او ان له مرګ سره مخ شي. عکس له ارشيفه
يونېسېف وايي. له بېړنيو مرستو بغیر ماشومان ښايي له سختې خوارځواکۍ او ان له مرګ سره مخ شي. عکس له ارشيفه

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان (یونېسېف) وایي، که د افغان خوارځواکو ماشومانو د خوراکي اړتیاوو پوره کولو لپاره بېړنۍ مرستې و نه شي نو ګڼ ماشومان ښايي د مرګ له خطر سره مخامخ شي.

د یونېسېف افغانستان څانګې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه په بیان کې ویلي، ۳.۲ مېليونه افغان ماشومان دا مهال د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان په یوه لیرې پرته سیمه کې بیوزلې ښځې له خپلو وړو خوارځواکو ماشومانو سره د یونیسیف یوه کلینیک ته ورغلي دي.

تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو هغو ماشومانو ته چې وضعه یې تر نورو هغو خرابه ده سمدستي ځانګړي خوراکي مواد ورکول شول چې انرژي پېدا کړي.

مرکز ته حلیمې بي بي خپله ۱۱ میاشتنۍ لمسۍ فاطمه هم وروستې ده. نوموړې وايي، "شپه او ورځ مې نه کتله بس د درملنې لپاره مې هر ځای بیوله. بالاخره مې دلته (د یونېسېف سیمه ییز مرکز) ته راوسته چې دوی ورته دغه خوراکي مواد ورکړي او ښايي ورسره ښه شي."

د یونېسېف د خوارځواکۍ د درملنې او د غذاييت پوهانو فاطمې ته تر پینځو اوونيو پورې ځانګړي خواړه ورکړي دي. حلیمه وايي چې اوس یې د لمسۍ رنګ تازه شوی دی. "اوس ډېره سمه ده. پخوا چې به مو اخیسته نو په ژړا به وه خو اوس چې یې راپورته کړم نو راته خاندي او بازۍ کوي. تاسو ورته وګورئ روغه رمټه ده. په کتو دې ورباندې مینه راځي."

د یونېسېف د افغانستان څانګې د غذايي برخې مشره ميلاني ګلوین پر ټوېټر لیکلي چې د سختې خوارځواکۍ درملنه کېدای شي.

د دې په وينا، د یونېسېف افغان څانګه هدف لري چې تر پینځو کلونو کم عمره ۱۱ لکه ماشومانو پورې ځان ورسوي او دوی په دې لړ کې يې وار له مخه د اته لکه ماشومانو لپاره ژوند ژغورونکي غذايي مواد ترلاسه کړي دي. "خو له بیړنيو مرستو بغير ماشومان له سختې خوارځواکۍ او ان د مرګ له خطر سره مخامخېدای شي."

د افغانستان خراب اقتصادي حالت په هغه هېواد کې څه باندې ۲۳ مېلیونه کسان له لوږې سره مخامخ کړي دي چې پکې زیاتره ماشومان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) د افغانستان څانګې ویلي چې د طالبانو په شپږ میاشتنۍ واکمني کې د خوراکي توکو د کمښت بحران ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

پروګرام د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې د خوراکي توکو د کمښت دا ستونزه د اقتصادي ناورین، د جګړې د اغېز او وچکالۍ یوه نتیجه ده.

په ټويټ کې ويل شوي چې په ځانګړې توګه د هغو ښځو وضعه ښه نه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په کورونو کې کښېنول شوې دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG