د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو پخوانی افغان چارواکی د هېګ نړیوال عدالت کې محاکمه کېږي


د عبدل خلاف دا مقدمه په هېګ کې ځکه اورېدل کېږي چې هغه د نېدرلینډز شهریت لري - انځور له ارشیفه
د عبدل خلاف دا مقدمه په هېګ کې ځکه اورېدل کېږي چې هغه د نېدرلینډز شهریت لري - انځور له ارشیفه

د نېدرلینډز (هالینډ) په هېګ کې د کابل زندان د یو مشکوک پخواني افغان قوماندان پرضد د مبینه جنګي جرمونو عدالتي مقدمه پیل شوې ده.

د دغه ۷۶ کلن تن پېژندګلوي د عبدل (ر) په نوم شوې او پر ده تور دی چې د څرخي پله زندان د مشرۍ پر مهال یې د سیاسي بندیانو پرضد جنګي جرمونه کړي دي. د فبرورۍ پر ۱۶مه په پیل شوې مقدمه کې دعوه شوې چې هغه کس ځینې بندیان عدالت ته له وړاندې کولو پرته په زندان کې ساتل، شکنجه کول او ځینې یې وژلي هم دي. که پر عبدل جرمونه ثابت شي نو تر ۲۰ کلونو پورې د قید له سزا سره مخامخېدای شي.

د نېدرلینډز په ګډون په زیاتره غربي هېوادونو کې د ملزمانو په اړه شخصي معلومات بشپړ نه خپرېږي نو ځکه هم چارواکو د هغه کس بشپړ نوم نه دی په ډاګه کړی.

عبدل د فبرورۍ پر ۱۶مه د قضیې د اورېدنې پر مهال د هېګ عدالت ته وویل چې د ده په پېژندګلوۍ کې تېروتنه شوې او پر همدې اساس یې پرضد مقدمه جوړه شوې ده.

نوموړي عدالت دا هم وویل چې "هېڅ ښه نه دی، ان خپل نوم هم ورته یاد نه دی، ځان ناروغه احساسوي او په زندان کې خپلې خونې ته ستنېدل غواړي."

خو پر ده مقدمه چلوونکو وکیلانو وویل چې د عبدل د "کره پېژندګلوۍ په هکله باوري" دی.

وکیلان پر عبدل تور لګوي چې هغه له ۱۹۸۳ز کال څخه تر ۱۹۹۰ز کاله پورې د څرخي پله زندان د سیاسي چارو مشر او قوماندان وو او په هغه موده کې د افغانستان د هغه وخت د کمیونسټ رژیم په زرګونو مخالفان، په هغه زندان کې بې له عدالتي کارروایۍ ساتلي ول.

د عبدل خلاف دا مقدمه په هېګ کې ځکه اورېدل کېږي چې هغه د نېدرلینډز شهریت لري.

XS
SM
MD
LG