د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د اسلامي هېوادونو سازمان دې ښځو ته د حقونو ورکولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي


د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو سره په دې هېواد کې د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړي.

دا لیدنه د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه شوې ده او رینا امیري د دې لیدنې جزییات په خپله ټویټرپاڼه خپاره کړي او لیکي: "دا لیدنه د سعودي عرب په جده ښار کې شوې او په کې ټینګار شوی چې اسلامي نړۍ باید طالبان بشري حقونو ته په احترام او د ښځو په برخه کې د خپلو شوېو ژمنو عملي کېدو ته ځواب ویوونکي کړي."

رینا امیري له یاد سازمانه دا هم غوښتي چې پر طالبانو دې فشار راولي، څو یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ او ترخوا یې د خپلو حقونو د دفاع کوونکو ښځو څخه د غچ اخېستل دې پای ته ورسوي.

اغلې امیري زیاته کړې: "د ښځو د پیاوړتیا لپاره باید هڅې وشي او ښوونځیو، کار، ټولنیز ژوند او سیاست کې د هغوی ګډون ته بیا لاره برابره شي."

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د اسلامي همکاریو سازمان سره په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي په لارو چارو هم غږېدلې او ترخوا یې د اسلامي پراختیايي بانک مسوولانو سره، افغانستان ته د مرستو د جلب په خاطر خبرې اترې کړي.

کابل کې يوشمېر افغان مېرمنو کارونه له لاسه ورکړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

دا لیدنې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت پرښځو د لګېدلو محدویتونو له امله تر نیوکو لاندې دی.

خو د طالبانو حکومت بیا وايي، په اسلامي چوکاټ کې د ښځو هر ډول حقونو ته ژمن دي او په دې برخه کې شوې نیوکې بې‌ځایه بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د ښځو د حقونو برخه کې شرعي حقونو ته ژمن دی. انشاالله ښځو ته به هغه حقوق ورکول کېږي چې اسلام ورکړي دي. په دې اړه موږ مخکې هم ویلي، بیا یې هم وایو چې کومه کمې به نه وي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد :د ښځو د حقونو برخه کې شرعي حقونو ته ژمن یو
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد :د ښځو د حقونو برخه کې شرعي حقونو ته ژمن یو

خو له دې ژمنې سره - سره،په افغانستان کې د مېرمنو مخکښې استازې نیوکه لري چې له ښځو سره د طالبانو چلند نه دی بدل شوی.

دوی طالبان د واک په انحصار، ظلم، هدفي وژنو او نورو تورن کړي او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې د طالبانو د غونډو کوربه‌توب کوي، غوښتي چې د هغوی له ملاتړ دې لاس واخلي.

خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او دا ډول اعتراضونه یې شخصي عقدې او له افغانستانه د وتلو لپاره یوه تګ‌لاره یاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG