د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د یو روزنیز مرکز مشر وايي طالبانو د انځورګرۍ له ښوولو منع کړی


په جلال اباد کې د خطاطۍ او انځورګرۍ د زده کړو مرکز پر دېواله هنري تصویرونه ځړېدلي - انځور له ارشیفه
په جلال اباد کې د خطاطۍ او انځورګرۍ د زده کړو مرکز پر دېواله هنري تصویرونه ځړېدلي - انځور له ارشیفه

په جلال اباد کې د خطاطۍ او انځورګرۍ د یوه ښوونيز مرکز مشر دعوه کوي چې په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست چارواکو ورته ویلي چې خپلو زده کوونکو ته يوازې د خطاطۍ درس ورکولای شي او انځورګري دې نه ورښيي.

خو د هغه ریاست مسوولین بیا وايي چې دوی انځورګرانو ته یوازې له "اسلامي ارشاداتو سره سمه" توصیه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هېواد په یوشمېر برخو کې هنرمندانو او د رسنیو چلوونکو وویل چې چارواکو ورته د موسیقۍ د محفلونو نه کولو او په رسنیو کې د موسیقۍ د نه خپرولو ویلي دي. خو طالبان وايي، هنرمندانو او رسنیو ته یې یوازې سپارښتنې کړې دي او بندیزونه یې ورباندې نه دي لګولي.

عزت الله چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په جلال اباد ښار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ د زده کړو مرکز چلوي، وايي چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست طالب چارواکو ورته ویلي چې خپلو زده کوونکو ته دې رسامي او انځورګرۍ نه ورزده کوي. "د هغوی له امر سره سم مو ځینې تابلوګانې راښکته کړې. ګورو چې مخکې څه کېږي. له اوسني حکومته مو دا هيله ده چې زموږ هنر او هيلې دې نه وژني چې موږ د هنر له لارې دې ټولنې ته خدمت وکړو. دې ماشومانو ته خدمت وکړو، په دې هنر کې موږ نفرت نه، مینه خپروو."

عزت الله د خطاطۍ او انځورګرۍ په مرکز کې ماشومان روزي - انځور له ارشیفه
عزت الله د خطاطۍ او انځورګرۍ په مرکز کې ماشومان روزي - انځور له ارشیفه

عزت الله زیاتوي چې دوی د طالب چارواکو "پرېکړه منلې"، خو غوښتنه يې دا ده چې د رسامۍ او انځورګرۍ د هنر د زده کړې مخه نه دې نه نیسي. "له موږ سره په کورس کې شاګردان ناست ول. د دوی [په مخکې] يې وویل چې انځورګري مه کوئ، انځورګري ګناه لري، تر دې وروسته شاګردانو ته هم انځورګري مه ورزده کوئ. نو زموږ خو کار همدا دی، په دې انځورونو کې موږ د ټولنې د اصلاح لپاره ډول ډول پېغامونه ورکړي او نندارتونونه مو جوړ کړي ول."

په عین حال کې د رسامۍ او انځورګرۍ زده کوونکي د طالب چارواکو له دې پرېکړې ناخوښ دي او له چارواکو غواړي چې د انځورګرۍ د هنر د زده کړو مخه دې نه نيسي.

د تصویر شوق باید موږ او تاسو و نه کړو. که چېرې ضرورت وي، هلته موږ مخالفت نه کوو، لکه په صنف کې چې استاد ماشوم ته ووايي چې په تخته، په کتابچه کې دغه شی رسم کړه.
مولوي ولي باچا ګل

د روحید الله په نوم د انځورګرۍ د هنر يو زده کوونکي وايي، دې بندیز "ډېر خفه" کړی دی او "موږ غوښتل چې رسامي زده کړو، تر ډېره مو زده کړې هم ده، خو دوی چې دلته راغلل او موږ ته يې د رسامۍ د زده کړو د بندېدو وویل، ټول شوق يې راته ختم کړو، موږ له طالبانو نه غواړو چې د دې هنر د زده کړې اجازه راکړي."

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مشر مولوي ولي باچاګل بیا وايي چې دوی انځورګرانو او رسامانو ته له اسلامي ارشاداتو سره سمه توصیه کړې او په زور په هېچا خپلې پرېکړې نه مني. " موږ به معلومات وکړو، پوښتنه به وکړو چې زموږ د امربالمعروف والا پر دوی د رسامۍ کار بند کړی او که څنګه. خو د تصویر شوق باید موږ او تاسو و نه کړو. که چېرې ضرورت وي، هلته موږ مخالفت نه کوو، لکه په صنف کې چې استاد ماشوم ته ووايي چې په تخته، په کتابچه کې دغه شی رسم کړه."

په ننګرهار کې د انځورګرۍ له ښوونیز مرکزه مخکې، طالب چارواکو د سندرغاړو د موسیقۍ د زده کړو مرکزونو ته هم ورته توصیه کړې وه چې ورسره سم په هغه ولایت کې د موسیقۍ دفترونه وتړل شول او لا هم بند پراته دي.

XS
SM
MD
LG