د لاسرسي ځای

تازه خبر

حمدالله محب د اشرف غني افغانستان ته د ستنېدو اوازې بې اساسه بللي


پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت له پخواني سلاکار حمدالله محب سره په متحده عربي اماراتو کې ليدلي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۰مې انځور
پخوانی افغان ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت له پخواني سلاکار حمدالله محب سره په متحده عربي اماراتو کې ليدلي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۰مې انځور

د افغانستان د ملي امنيت مخکیني سلاکار ويلي چې کابل ته د ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې "بې اساسه" دي.

حمدالله محب د فبرورۍ پر ۲۰مه له اشرف غني سره د یوه ګډ عکس په خپرولو پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي "ولسمشر غني تل د افغانانو لپاره پر یوې داسې تلپاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه پکې تر پښو لاندې نه شي."

نوموړې زیاته کړې چې اشرف غني اوس هم د ولس د "خیر" لپاره د داسې "اساسي بحث" ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړيو استازیتوب پکې وي.

حمدالله محب داسې وخت کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو خبرې بې بنسټه بللې چې څو ورځې مخکې د نوموړی ورو حشمت غني له المان غږ ټېلېوېژن سره په مرکه کې په دې اړه ځینې څرګندونې کړې وې.

نوموړي دا مرکه په وروستيو کې له اشرف غني سره په متحده عربي اماراتو کې تر کتنې وروسته کړې وه. هغه ادعا کړې وه چې له ځينو کړيو سره د اشرف غني د ستنېدو په اړه خبرې روانې دي چې پکې دی هم ښکېل دی.

پرځول شوي ولسمشر غني د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه نېټه هغه مهال د حمدالله محب په ګډون له خپلو نورو همکارانو سره له افغانستانه ووت چې کله طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل. نوموړی دا مهال د متحده عرب امارات په ابوظهبۍ ښار کې ژوند کوي.

اشرف غني خپله د محب او د خپل ورور حشمت غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG