په استولي بیان کې راغلي چې په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې پر هڅو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیايي پروژو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د غزني حکومتي دفترونه د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي او وسله وال طالبان د ښار څنډو ته تښتېدلي دي.
د غزني ولایت پر مرکز وسله والو طالبانو برید کړی چې د چارواکیو په خبره د هغوی پر شا تمبولو لپاره لاهم سخته نښته روانه ده.
د خوست ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي له میندو غوښتنه کوي، چې ماشومانو ته تر دوه کلنۍ پورې خپلې شیدې ورکړي.
په کابل کې امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد ویلي د امریکا دریځ لا هم دا دی چې د افغانستان د مسایلو په اړه فیصله باید د افغانستان د حکومت او د طالبانو په ګډون د نورو اړخونو ترمنځ وي.
او ای سي د افغانستان په اړه د مکې مکرمې د سولې د پرېکړه لیک د عملي کېدو په خاطر له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره هڅې پراخې او ګړندۍ کړي.
خوږیاڼی وايي، د ملي اردو سرتېري د بهسودو له پله سره نېږدې څلور لاره کې مشکوکه ځانمرګی بریدګر پېژندلی وو او هغه ته یې غېږ ورکړې او د خلکو د ګڼې، ګوڼې له ځایه یې لرې وړی وو.
د اګست پر پنځمه، د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې په لوی اختر کې دې دایمي اوربند وکړي او ستونزو ته دې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل لارې پیدا کړي.
د چېک جمهوریت پوځ ویلي دي چې حمله د اګست پر پینځمه، د افغانستان له وخت سره سم، د سهار پر درو بجو او ۵۰ منټو په پروان ولایت کې له باګرام پوځي اډې سره نېږدې شوې.
د افغانستان د سولې ولسي تحریک اروپايي ټولنې ته يوه ډالۍ برابره کړې ده. دا ډالۍ له هغو عکسو جوړه ده چې د افغانستان له ويجاړو شويو سیمو، بمباريو او چاودنو اخيستل شوي دي.
د خوست یو شمېر استادان، ځوانان، محصلان او زده کوونکي وايي، په اوسني وخت کې خپلو هدفونو ته د رسیدو په خاطر د انګلیسي ژبې زده کړه مهمه ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د پکتیا په مرکز ګردېز کې په یوه امام باړه کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۸۰ زخمیان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته