افغان چارواکي وايي روس د افغانستان په اړه طالبانو سره غونډه ځنډولې ده. دا غونډه د ستمبر په څلورمه په روس کې کېدله چې د راپورونو تر مخه پکې پر طالبانو سربېره د پاکستان، ايران، چين او منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو استازو برخه اخيسته.
انټرفیکس خبري اژانس د دې کمېټۍ د ویاند محمدالله خواجه یېف له خولې ویلي چې د اګست پر ۲۶مه یوه ډله وسله وال له پولې وراوښتي او د تاجکستان په خاوره
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال مرتضوي وايي، داعش په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده. څېړونکی او لیکوال حکمت الله اعظمي سعد ارهابي د داعش په رهبرۍ کې خورا مهم کس بولي.
د ولایت ویاند عطالله خوږياڼي د اګست پر ۲۶مه وویل، د داعش ډلې دا مشر په هوایي بریدونو کې له ۱۰ نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
حمد الله محب لیکلي، پر داسې مهال دا لویه دنده ورسپارل شوې چې افغانستان له بحراني حالت سره مخامخ دی او افغانان د ترهګرۍ په وېره کې ژوند کوي.
د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې ډاډمن امنیت او د ښار په بیلابیلو سیمو کې د تفریح ځایونو او پارکونو جوړیدل د دې لامل شوي، چې د نورو کلونو په پرتله دا اختر ډېر په خوند او خوشالۍ سره ولمانځي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د انتخاباتو د مرکزي دفتر له مخې یې د اعتراض کوونکو خېمې لېرې کړي او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دروازې د کارکوونکو پر مخ خلاصې دي.
سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او په خپله خلیلزاد هم د خبریالانو استول شویو پیغامونو ته ځواب نه دی ویلی.
د سې شنبې په ورځ د خوست چارواکو د یاد ولایت د مرکز اړوند د متون قوم په عیدګاه کې د لوی اختر د لمونځ د اداء کولو مخکې په خپلو ویناوو کې وویل، چې د افغان ولسمشر غني لخوا طالبانو سره په مشروط ډول د اوربند اعلان وښوده چې افغان حکومت په رښتیني توګه د جګړې د ختمولو او سولې د ټینګولو لپاره هڅې کوي.
یو ځل بیا سر له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده، د میلاد نبي تر ورځې [یعنې د ربیع الاول ۱۲مه] په دې شرط چې طالبان هم په دې ښو ورځو کې اوربند اعلان او رعایت کړي
د یکشنبې په ورځ په خوست کې، د افغانستان د خپلواکۍ د جشن یو شمېر ګډونوالو، مشال راډیو سره په خبرو کې پدې خواشیني څرګنده کړه، چې د هېواد له بشپړې خپلواکۍ ۹۹ کاله وروسته هم، دا هېواد په جګړو او ناخوالو کې ایسار دی او اوسیدونکي يې غریب او نورو ته محتاجه دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته