د شنبې په ورځ د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم ماشومانو لپاره د شري ضد واکسینو لس ورځنۍ کمپاین پیل شو.
په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې تور لګولی، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات له خوا د کونسلګرۍ په چارو کې بې ځايه لاسوهنه شوې چې په وینا یې دا کار له نړیوال تړونه سرغړونه ده.
د خوست او وزیرستان د قومونو او قبایلو یو شمېر مشران وايي، کچیرې پښتانه او بلوڅ په خپلو کې یووالی او پیوستون پیاوړی کړي، نو پدې سیمه کې به د نورو پرمختګونو ترڅنګ نا امنۍ او شته ناخوالې ختمې شي.
د ننګرهار ګډو امنیتي ځواکونو د جلالاباد ښار په درېيمه ناحيه کې د ځانمرګو واسکټونو او مهمات سره اته تنه نیولي وو چې ...
د خوست د ښاروالۍ چارواکيو د ښار د تنظیم او پاکوالي په برخو کې د اړوندو ادارو او ښاریانو د پرلپسې همکاریو غوښتنه وکړه.
افغان او ازبکستاني چارواکو هوکړه کړې چې په ۲۰۱۹م کال کې له ازبکستانه افغانستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه نوره برښنا هم ولیږدول شي.
په لویه پکتیا او خوست کې له پیړیو راهیسې ډیری دعوې، لانجۍ، دښمنۍ او نورې لويې او وړې ستونزې په قومي نرخ او رواج همدارنګه د جرګې او سولې له لارې حلیږي.
د افغانستان د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې نن له غرمې وړاندې دشیګل ولسوالۍ په هلالزو کلي کې په یو موټر چې ټول پکې ولسي وګړې سپاره و ،د سرک غاړي ماین چاودیدلی چې پکې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان چارواکي وايي روس د افغانستان په اړه طالبانو سره غونډه ځنډولې ده. دا غونډه د ستمبر په څلورمه په روس کې کېدله چې د راپورونو تر مخه پکې پر طالبانو سربېره د پاکستان، ايران، چين او منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو استازو برخه اخيسته.
انټرفیکس خبري اژانس د دې کمېټۍ د ویاند محمدالله خواجه یېف له خولې ویلي چې د اګست پر ۲۶مه یوه ډله وسله وال له پولې وراوښتي او د تاجکستان په خاوره
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال مرتضوي وايي، داعش په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده. څېړونکی او لیکوال حکمت الله اعظمي سعد ارهابي د داعش په رهبرۍ کې خورا مهم کس بولي.
د ولایت ویاند عطالله خوږياڼي د اګست پر ۲۶مه وویل، د داعش ډلې دا مشر په هوایي بریدونو کې له ۱۰ نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته