د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوسف افتخار: د افغانستان د سولې تحریک هیلې ډېرې کړي دي


د سولې کاروان غړي
د سولې کاروان غړي

د افغانستان د سولې ولسي تحریک اروپايي ټولنې ته يوه ډالۍ برابره کړې ده. دا ډالۍ له هغو عکسو جوړه ده چې د افغانستان له ويجاړو شويو سیمو، بمباريو او چاودنو اخيستل شوي دي.

د یاد تحریک وياند بسم الله وطندوست د اګست پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې دوی د اوسني وضعيت په اړه د خپلې مايوسۍ له کبله دغه دفتر ته د افغانستان د جګړې زړه بوږنوونکي عکسونه ډالۍ کوي.

د سولې ولسي حرکت غړي له جګړه ځپلي ولايت- هلمند څخه سلګونو کيلومتره مزل وروسته کابل ته ننوتل. دوی له هغه راهيسي د امریکا، روس، برتانيا، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون د بهرنيو هيوادونو د سفارتونو مخې ته احتجاجي ناستې کړي دي.

دا خوځښت غواړي د راتلونکي جمعې په ورځ له کابله د بلخ ولايت پر لور لاريون پيل کړي.

بل پلو د پګواش موسسې ځینې غړي چې په افغانستان کې د پخلاینې په خاطر د مخامخ خبرو د زمینو برابرولو هڅه کوي وايي، د سفارتونو او سازمانونو مخې ته د ولسي حرکت او په نړیواله کچه د افغان حکومت هڅې ښيي چې د سولې لپاره هڅې له سمبولیک حالته وتلې دي.

د پګواش یو غړي یوسف افتخار مشال راډيو ته وویل دغو هڅو د سولې تمې ډېرې کړي او دواړه لوري سولې ته لېواله ښکاري.

له یوسف افتخار سره د مشال راډیو همکار یوسف ځدراڼ مرکه کړي او په سر کې یي پوښتلی چې د سولې دغو هڅو ته دوی په کوم نظر ګوري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

رپوټ: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG