د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې ځانمرګی برید، درې سرتېري وژل شوي


جلال اباد ـ چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې په یوه ځانمرګې حمله کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې دغه ځانمرګې حمله د اګست د پینځمې پر ماښام د بهسودو پله ته نېږدې شوېده.

ده وویل، د ملي اردو یوه سرتېري د بهسودو له پله سره نېږدې څلور لاره کې مشکوکه ځانمرګی بریدګر پېژندلی وو او هغه ته یې غېږ ورکړې او د خلکو د ګڼې، ګوڼې له ځایه یې لرې وړی وو.

د خوږیاڼي په خبره، کله چې سرتېري بریدګر لرې بیولی نو هلته یې چاودنه کړې.

دی وړاندې وايي: ((د بهسودو پله ته څېرمه د ځانمرګي برید په پېښه کې د ملي اردو درې تنه منسوبین چې یوه يې په کې افسر وو، په شهادت رسېدلي او د يوه ملکي وګړي په ګډون درې تنه سرتېري ټپیان شوي چې د درېواړو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.))

خوږیاڼی زیاتوي چې سرتېري سلګونه هغه کسان ژغورلي دي چې د بهسودو له پله سره نېږدې موجود ول او یا یې تګ راتګ کاوه.

دا د یوې اوونۍ په موده کې په جلال اباد کې دویم برید دی.

تر دې مخکې د جولای پر ۳۱مه د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په ریاست ډله ییز وسله برید شوی وو چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل ول.

خو د تېرو شپږو ورځو راهیسې د جلال اباد ښار امنیت د نورو امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ملي اردو منسوبینو ته سپارل شوي چې ورسره خلک د ښار په امنیت ډاډمن شوي وو.

د افغانستان له کورنيو چارو وزرات څخه د جلال اباد ښار د امنیت ساتنې لپاره يوه ځانګړې قطعه وررسېدلې چې د اګست پینځمې له شپې راهیسې يې په دنده پیل کړی دی او د جلال اباد ښار د يوې برخې امنیت ساتل هم ورسپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG