د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې عالي شورا: ازبکستان ته د طالبانو سفر د تاشقند او کابل په همغږۍ شوی


د ۲۰۱۸ز په مارچ کې په ازبکستان کې د افغان سولې بهیر په اړه نړیواله غونډه شوې وه
د ۲۰۱۸ز په مارچ کې په ازبکستان کې د افغان سولې بهیر په اړه نړیواله غونډه شوې وه

پراګ - د افغانستان د سولې عالي شورا ازبکستان ته د طالبانو د پلاوی د سفر په اړه ویلي دي چې تاشقند له کابل سره تر همغږۍ وروسته پلاوي ته بلنه ورکړې وه.

د اګست د ۱۱مې پر شپه، د طالبانو یوه چارواکي او ازبکستان تایید کړه چې د اګست له شپږمې څخه تر ۱۰مې پورې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوي په ازبکستان کې د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامېلوف او د افغانستان لپاره د هغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.

د طالبانو یوه چارواکي مشال راډیو ته په استولي‌ بیان کې ویلي‌ چې په دې خبرو کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی.

په استولي‌ بیان کې راغلي چې په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې پر هڅو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیايي پروژو په اړه خبرې شوې دي.

په اسلام اباد کې خبریال او د مشال راډیو همکار طاهر خان وايي، له ازبکستانیو چارواکو سره پر هغو پروژو خبرې شوې دي چې هغه هېواد یې په افغانستان کې لري.

هلته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په لنډ بیان کې ویلي چې له طالبانو سره یې د افغانستان د وضعیت پر راتلونکې خبرې کړې دي.‌

هلته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په لنډ بیان کې ویلي چې له طالبانو سره یې د افغانستان د وضعیت پر راتلونکي خبرې کړې دي.‌

خو ایا په افغانستان کې د ازبکستان د پروژو په اړه له طالبانو سره خبرې د افغانستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې نه راولي؟

د افغان ولسمشر دفتر او د بهرنیو چارو وزارت د دې پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه وکړه.

په عین وخت کې، د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل تمه ده چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ ژر له طالبانو سره د مخامخ خبرو لړۍ پیل شي.

”له شک پرته په ورستیو کې د سولې په برخه کې ټولې هڅې زموږ سره په همغږۍ کیږي ، ازبکستان تر دې وړاندې چې طالبانو ته بلنه ورکړي له افغان حکومت یې اجازه وغوښته او حکومت اجازه ورکړه چې دوی دې همکاري وکړي. “

د طاهري په خبره، که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اماده شي افغان حکومت به د ازبکستان په ګډون په هرځای کې چې طالبان وغواړي ورته دفتر پرانیزي.

طاهر خان زیاتوي چې طالبان اوس پر دې پوه شوي دي چې په خپل سوچ کې بدلون راولي او د ګاونډیو هېوادونو خبرې او نظر واوري.

په کابل کې د نړیوالو چارو پوه مشتاق رحیم وايي، د سولې له خبرو او له هېوادونو سره د طالبانو له رابطو څخه لرې پاتې کېدل د افغانستان د شخړې په هواري کې مرسته نشي کولای.

”که دا پروسه تر پایه همداسې مخ ته ځي او افغان حکومت دې پکې مخامخ موجود نه وي ، نو دا پروسه نه یوازې دا چې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي بلکې دا پروسه نتیجه هم نه ورکوي.“

د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې په ازبکستان کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه نړیواله غونډه شوې وه خو په هغې کې د طالبانو استازي نه ول موجود.

تر دې وروسته د افغانستان د سولې پر موضوع یو شمېر غونډې وشوې چې پکې په انډونېشیا او سعودي عرب کې د دیني عالمانو غونډې د یادولو وړ دي.

اړوند مطالب:

مایک پامپیو: امریکا به افغانستان د سولې په هڅو کې یوازې پرې نه‌ږدي

'ډېر ژر به له طالبانو سره د روغې جوړې بهیر پرمخ ولاړ شي'

افغان حکومت په بیا بیا طالبانو ته د سولې د خبرو غږ کړی دی چې هغوی ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

خو د جولای په پای کې امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړې وې.

د جولای پر ۲۸مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې سټېفني ار نیومن نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته له طالبانو سره د ناستې د پوښتنې ځواب ورنکړ خو د وزارت د ډېپلوماټانو او طالبانو ترمنځ یې د خبرو کېدل رد هم نه کړل.

XS
SM
MD
LG