د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې جګړه، 'کوڅو کې لسګونه مړي پراته دي'


د توغندیو له لګېدو ولسي ولسي مېنو اور اخیستی

د غزني ولایت پر مرکز وسله والو طالبانو برید کړی چې د چارواکیو په خبره تر ډېره هغوی پر شا تمبولي دي او په ځینو سیمو کې لا هم د نښتو خال خال ږغ اورېدل کېږي.

وي او اې پښتو د جنرال رادمنش ادعا راخیستې چې وايي، په دغو نښتو کې یې نېږدي۱۵۰ طالب وسله وال وژلي او ژوبل کړي دي.

خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند بیا په دغو جګړو کې د ۱۴۰ افغان سرتیرو د وژل کیدو او ټپي کیدو ادعا کړې ده.

د غزني یوه ولسي روغتون مشر باز محمد همت د امریکا ږغ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه په ښار کې د جګړو له سیمو ور ته ۱۶ مړي او ۳۳ ټپیان وړل شوي دي.

هغه وویل، چې په ۱۶ وژل شویو کې د دوو ولسي وګړیو پرته نور یې امنیتي سرتېري دي، په ټپیانو کې اته یې ولسي وګړي او نور امنیتي سرتېري دي.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د نهم اګست په شپه ناوخته پیل شوې دغه جګړه کې پر ولسي مېنو او پوځي چوکیو د توپ ګولې لګېدلې دي او زیاتوي د غزني ښار په واټونو کې د طالبانو لسګونه مړي پراته دي.

​د غزني ولایت ویاند ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو له څو لوریو پر غزني ښار بریدونه وکړل چې د افغان سربازانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

غزنی له کابله ۱۵۰ کلومیټره لیرې جنوب-لوېدیځ پلو ته پروت دی.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي دي چې د ښار مهمې ودانۍ یې نیولې دي خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، ښار د افغان ځواکونو تر واک لاندې دی.

چارواکي ویلي، "له خپلو کورونو بهر نه شو وتلی چې د ټپیانو مرسته وکړو او مړي راټول کړو. "

د غزني ښار یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې طالبانو پر نېږدې ولسي مېنو او کاروباري سیمو توغندي توغول او وايي له تېرو اتو ساعتونو یکه یوه شېبه و نه درېدل.

دغه خبري اژانس بیا د یوه بل چارواکي له خولې کاږي چې دمګړۍ د مرګ-ژوبلو په اړه کره معلومات نه لري.

چارواکي ویلي، "له خپلو کورونو بهر نه شو وتلی چې د ټپیانو مرسته وکړو او مړي راټول کړو. "

نور ولولئ

غزنی: ولسوالانو د ولورونو کمولو هڅې پيل کړې

د غزني تاريخي کلاګانې نړېږي

''هم غزنی به د اسلامې تمدن مرکز وی''

غزني به په دوو میاشتو کې د اسلامي تمدن رسمي مرکز شي

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

ولسمشر غني د جنرال رازق دعا ته ولاړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG