د افغانستان د امید سبا د ولسواک او ملي ګوند مشران وايي، کچیرې په ټاکنو کې اصلاح او سمون رانشي، نو په هېواد کې به شته بحران او کړکیچ نور هم ډېر شي.
د افغانستان د خپلواکۍ د نهه نوي يمې کلېزې په مناسب په جلال اباد کې ګندهارا ټولنیز مرکز د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د ژوند، اند او سياست په اړه علمي لکچر او بحث تر سره کړ چې ویناوالو په کې د غازي امان الله خان د ژوند له پيله تر واکمنۍ پورې ټول اړخونه څېړلي وو.
د اګست پر ۱۶مه په ورځ د خوست د عامې روغتیا ریاست لخوا څلور ټنه تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي چې د دوه میاشتو په موده کې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو، د مسوولینو او رسنیو په شتون کې وسوځول شول.
کابل ـ د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د وسله والو ډله ییزه برید پای ته ورسېده.
د سه شنبې پر ورځ، په کابل ښار کې یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
د خوست معلولین وايي، چې پدې هېواد کې هغه مهال سوله او امن ټېنګیدلی شي، چې ټول افغانان په یو لاس د جګړې پر ضد غږ اوچت کړي.
د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر یو ځل بیا د دغه پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه پر غزني ښار بشپړ کنټرول لري او دښمن پر شا تمبول شوی دی.
د خوست د پوهنې ریاست چارواکي له قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او روڼ اندو غواړي چې د ښوونځیو د نظم په ښه کولو، د لوستونو د کیفیت په لوړولو او د نجونو تعلیم ته د کورنیو په هڅولو کې خپله ونډه ډېره کړي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د انتخاباتو د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.
په استولي بیان کې راغلي چې په غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې پر هڅو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیايي پروژو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د غزني حکومتي دفترونه د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي او وسله وال طالبان د ښار څنډو ته تښتېدلي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته