د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: انګلیسي هدف ته په رسیدلو کې راسره مرسته کولی شي


په خوست کې د انګلیسي ژبې زده کوونکي زیات شوي.

دوی زیاتوي، انګلیسي اوسمهال په نړۍ کې د ټکنالوژۍ د کارونې، همدارنګه د سوداګرۍ، اړیکو او تعلیم د پرمخبیولو ځای نیولی دی.

خوستیو ځوانانو، محصلانو او استادانو یادې څرګندونې د جمعې په ورځ د یاد ولایت د یو ښوونیز مرکز د انګلیسي او کمپیوټر زده کړو د څانګو له شپاړس میاشتني پروګرام څخه د فارغانو په غونډه کې وکړې.

د افغان امریکن کارنر یو تن استاد جمال ناصر اصیل زوی مشال راډیو ته وویل، چې د یاد مرکز پدې دوره کې دوه سوه کسانو په څلورو سیمسترونو کې ۱۶ میاشتې زده کړې وکړې.

ده زیاته کړه، انګلیسي نن سبا په نړۍ کې د انټرنیټ، بیزنیس او تعلیم ژبه ده او که ځوانان غواړي یو هدف ته ځان ورسوي، نو باید انګلیسي يې زده وي.

د یادې برنامې درې تنه فارغان هم وايي، چې اوس کولی شي د انګلیسې ژبې څخه په استفادې د معاصرې او کاریدونکې ټکنالوژۍ همداشان د راډیو او تلویزیون له خبرونو او مالوماتو استفاده وکړي.

دوی وايي، که محصلان او زده کوونکي غواړي په مختلفو برخو کې له انټرنیټي سایټونو او شبکو مالومات راټول کړي، نو ډیری مالومات په انګلیسي ژبه کې وي، نو په ځانګړي ډول محصلانو او زده کوونکو ته يې زده کړه ډېره اړینه ده.

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر له یادې دورې څخه د فارغینو غونډې ته د ځوانانو یو شمېر والدین هم ورغلي ول.

مدني فعال صاحب منګل وویل، دی چې د بهر له سفره راغی، د انګلیسي او کمپیوټر اړتیا يې درک کړه او خپل زامن يې په کورسونو کې شامل کړل.

ده وویل، څومره چې یو کس په ډېرو ژبو خبرې کولی شي، په هماغه اندازه په خپلو چارو کې بریالی وي.

بلخوا د خوست د پوهنې رييس نصیراحمد روښان په ټوله کې هغه ښوونیز مرکزونه چې د انګلیسي، کمپیوټر او ساینسي علومو په برخه کې ځوانان روزي، د ښوونیز بهیر په پرمختیا کې اغېزمن بولي.

ښاغلی روښان زیاتوي، په یاد ولایت کې ټول خصوصي ښوونیز کورسونه او مرکزونه باید د پوهنې له ریاست سره رسمي ثبت او راجسټر او له فعالیتونو څخه يې په دومداره ډول اساسي نظارت وشي.

یاده دې وي، په خوست کې د یو شمېر حکومتي ښوونیزو مرکزونو او روزنیزو برنامو ترڅنګ په خصوصي سکټور کې هم په مرکز او ولسوالیو کې سلګونو مراکز فعال دي، چې زرګونه ځوانان په کې د کمپیوټر، انګلیسي او نورو ژبو ، ساینس، د کانکور د ازمونیو د اماده ګۍ، د ویاندويی د فن او نورو برخو کې په زده کړو بوخت دي.

د خوست مدني فعالان وايي، کچیرې د یادو مرکزونو له فعالیتونو څخه د مسولو ادارو لخوا په پرلپسې توګه نظارت وشي، نو اغېزمنتوب به يې لدې هم ډېر شي.

XS
SM
MD
LG