د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د مور شېدو پر ارزښت نړیواله اوونۍ ولمانځل شوه


خوست کې د مور شیدو د تغذیې نړیواله اونۍ.
خوست کې د مور شیدو د تغذیې نړیواله اونۍ.

خوست - د افغانستان د خوست ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي له میندو غوښتنه کوي، چې ماشومانو ته تر دوه کلنۍ پورې خپلې شېدې ورکړي.

دوی وايي، ماشومانو لپاره د زیږیدلو په اولو میاشتو کې ځکه د مور شیدې ضروري دي، چې صحي دي، د ماشوم د وجود معافیت لوړوي، د مور او ماشوم ګرانښت ډیروي او د ماشوم لپاره بشپړه غذا ده.

ډاکټران زیاتوي، ماشوم ته شیدې ورکول د مور د روغتیا لپاره هم په ګټه دي، مور وزن نه اخلي، د سینې د سرطان احتمالات يې کمیږي او د ولادتونو تر منځ د واټن سبب کیږي.

د اګست پر نهمه په خوست کې د مور په شیدو د تغذيې د نړیوالې اونۍ په لمانځغونډه کې د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټرګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل، د دې غونډې د جوړیدو موخه داده، چې ټولې میندې وهڅیږي تر څو خپلو ماشومانو ته د پیدايښت په اولو میاشتو کې تر دوه کلنۍ خپلې شیدې ورکړي.

ده وویل، د ماشوم د پیدایښت په اولو میاشتو کې د مور شیدې د ماشوم د معافیت سبب ګرځي.

د ماشومانو د تغذيې د برخې یو تن متخصص ډاکټر سید انور وايي د طبابت مساله داده چې ماشومانو ته دې تر شپږو میاشتو حتی اوبه هم نه ورکول کیږي، ځکه د مور شیدې هم اوبه لري، هم شحم لري او هم پروتین لري.

ډاکټر سید انور زیاتوي، ماشوم ته د شیدو ورکول مور هم له ډېرو بیماریو ژغوري، اظافي وزن نه اخلي، د ولادتونو تر منځ واټن رامنځته کوي او په میندو کې د سینې د سرطان د پیدا کیدو احتمالات کموي.

دی وايي:

((د ورځې باید هر دوه ساعته وروسته مور خپل ماشوم ته شیدې ورکړي او د شپې لخوا هم هر څلور ساعته وروسته د خپل ماشوم د شیدو لپاره پاڅي، خو د شپږو میاشتو وروسته کیدلی شي ماشومانو ته متممه غذا یا اظافي خواړه هم ورکړل شي، پدې توګه د شیدو وختونه کمولی شو، خو ماشوم ته باید دوه کاله مور شیدې ورکړي.))

یو بلې تنې ښځينه متخصصې ډاکټرې وږمې وویل، چې حتی د ماشوم لپاره د پیدایښت په اول ساعت کې د مور شیدې مهمې دي:

((وروسته له ولادت څخه په اول ساعت کې د مور شیدې د ماشوم لپاره ډېرې ضرور دي، خصوصاً په هماغه یو ساعت کې مور باید اولاد ته خپلې شیدې ورکړي، دا شیدې چې موږ ورته په عامه ژبه اورګه وایو، د ماشومانو لپاره د یو واکسین حیثیت لري، د ماشوم د وجود معافیت لوړوي.))

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان وویل، چې ماشومانو ته تر دوه او دونیمو کلونو پورې د مور شیدې ورکول، دا په قران کې هم ذکر شوي دي.

ده همدې قراني ارشاداتو په کتو له میندو غوښتنه وکړه، چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي.

په خوست کې د مور په شیدو د تغذيې د نړیوالې اونۍ په لمانځغونډه کې د خوست چارواکو وویل، چې په یاد ولایت کې په تېرو دریو میاشتو کې ۲۱۸۸ ماشومان د خوار ځواکی له جدي حالت سره مخامخ ول او ۲۵۵۵ ماشومانو بیا د خوار ځواکی منځنی حالت درلود.

دوی وویل، چې دا مهال د خوست په ۴۲ روغتيايي مرکزونو کې د ماشومانو د خوار ځواکی په اړه صحي تعلیمات او د اړتیا وړ خدمتونه وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG