د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: امام باړه کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان وژلي


د پکتیا په مرکز ګردېز کې ځانمرګي برید شوی دی
د پکتیا په مرکز ګردېز کې ځانمرګي برید شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د پکتیا په مرکز ګردېز کې په یوه امام باړه کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۸۰ زخمیان دي.

چارواکي وايي، چې د اګست پر دریمه د پکتیا په مرکز ګردېز کې د خواجه حسن کلي د اهل تشیع په جامع جومات کې په دوو غبرګو ځانمرګو بریدونو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د پکتیا د ولایت مقام له رسنیز دفتره مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پيښه کې ۸۱ تنه نور ټپیان شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې یو شمېر کوچني ماشومان هم دي.

بل لوري ته د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وویل، چې یاده پېښه د ماسپښین یوه نیمه بجه ترسره شوه.

دوی وویل، چې دوه تنه بریدګر په چادریو کې ورغلي، په پیل کې يې د جومات پر ساتونکو برید کړی او وروسته جومات ته ننوني او ځانونه يې الوځولي دي.

تبسم زیاته کړه، چې پولیس د پېښې ځای ته ژر ورسیدل او ټپیان يې د درملنې لپاره د تندر قول اردو روغتون ته ولېږدول.

بل لوري ته د پکتیا د پيښې په اړه له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني دا برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

ولسمشر غني څرګنده کړې چې ترهګر نشي کولی، په دا ډول اعمالو سره د ولسونو تر منځ مذهبي تفرقه پیدا کړي، ځکه د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د اسلامي هېوادونو په کچه بې ساری دی.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د یادو بریدونو پړه پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG