د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د مکې مکرمې د سولې د پرېکړه لیک د عملي کېدو په خاطر له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او روغې جوړې لپاره هڅې پراخې او ګړندۍ کړي.
په مرکز کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د ځانمرګیو حملو، جګړو او وژنو په غبرګون، د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي یوسف اولتایمین له حکومت، سیاسي مشرانو او د دغه سازمان له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي.
په کابل کې د یاد سازمان سفیر د دوشنبې په ورځ د یاد سازمان د سرمنشي له خوا خپره شوې اعلامیه له رسنیو سره شریکه کړه چې پکې د افغانستان د سولې په اړه د مکې معظمې له پرېکړه لیک د جدي ملاتړ غوښتنه شوې ده.
حسين اونی بوتسالي وايي، د مکې له غونډې وروسته د اسلامي همکاریو سازمان او غړي هېوادونه تاریخي پړاو ته رسېدلي او تمه ده چې د سولې لپاره وروستۍ هڅې ګټورې تمامې شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دا وخت کومه بېله اجنډا نه لري، بلکې د افغانستان د سولې او پخلاینې اجنډا تعقیبوي، زمونږ سازمان د زمینو د برابرولو هڅه کوي، نه دا چې خپله يي رهبري پر غاړه ولري، نو ځکه پکار ده چې سولې او یو ځای کېدو ته یو چانس ورکړو."
نوموړی وايي، ښه دا ده چې د بدلون په دې موده کې تېر ته کتنه وشي چې څنګه کولای شو چې د وینو تویولو روانه لړۍ ودرېږي.
بوتسالي وايي، د سولې پروسې کامیابۍ ته لازم فرصت برابر شوی او باید له دې چانسه سمه استفاده وشي.
د اسلامي هېوادونو همکاریو د سازمان له ادرسه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د تېرې سرطان په میاشت کې د دغه سازمان او سعودي عربستان په نوښت، د ۵۷ هېوادونو دیني عالمان د افغانستان په اړه د مکې او جدې په ښارونو کې سره راغونډ شول.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله او ویې ویل چې د دې هېواد وضیعت نور د زغملو نه دی او باید جګړه په کې ژر تر ژره ودرول شي.
په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې هیله شته چې د افغان سولې په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هلې ځلې ښې نتیجې ورکړي.
د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د جنګ ښکېل اړخونه په ځانګړي ډول، وسله وال طالبان باید د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا عملي کړي.
دی وایي:
"وسله وال طالبان که د اسلامي نړۍ د عالمانو فتوا ته احترام نه لري، په دې معنا چې د اسلام او شریعت خلاف کار کوي او جنګ يې حرام او فتنه ده، کله چې د اسلامي نړۍ عالمان فتوا ورکوي او طالبان پرې عمل نه کوي، په دې معنا ده چې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو پروژه پرمخ وړي."
ښاغلی صدیقي وايي چې د اسلامي هېوادونو د مرستې سازمان او غړي يې باید د افغان سولې په برخه کې خپلې هلې ځلې تېزې کړي.
د ده په خبره، دغه سازمان باید د نورو هلو ځلو ترڅنګ، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو منځګړیتوب هم وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ