د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خلک وايي، په لوی اختر کې دې ډز بند وشي


د غونډې ګډونوال

خوست ـ د اګست پر پنځمه، د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې په لوی اختر کې دې دایمي اوربند وکړي او ستونزو ته دې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل لارې پیدا کړي.

دوی په افغانستان کې د سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه وروستۍ هڅې وستایلې او دا ډول کوښښونه يې پدې هېواد کې د دایمي سولې او ټیکاو لپاره ګټور وبلل.

ګډونوالو په افغانستان کې له ټولو سیاسي بهیرونو، خپلواکو شخصیتونو او ډلو هم وغوښتل، چې دایمې سولې ته د رسیدو په خاطر د ولسمشر غني له هڅو ملاتړ وکړي.

د خوست لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اوسیدونکو په دغه ولسي غونډه کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه په اندونیزیا کې د دیني عالمانو له اعلامیې، د دیني عالمانو له وروستۍ فتواء او په سعودي عربستان کې د حرمینو د امامانو د خطبي څخه ملاتړ وښود او له افغان دولت او وسلوالو طالبانو څخه په لوی اختر کې د د دایمې اوربند د اعلانیدو غوښتنه وکړه.

دوی زیاته کړه، اوربند به د جګړې طرفینو ته فرصت ورکړي، چې په شته ستونزو او اختلافونو مخامخ خبرې وکړې او روانې جګړې ته افغاني حل لاره پیدا کړي.

دیني عالم مولوي فقیراحمد وویل:

((ددغه ولسي بیان په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او افغان طالبانو د رهبری څخه غوښتنه کوو، چې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره دې د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي او له دواړو غاړو څخه غواړو چې د لوی مبارک اختر په رارسیدو سره دې دایمي اوربند اعلان کړي، تر څو لدې لارې ټولو مسلمانو هېوادوالو ته په سوله او امنیت کې د اوسیدو پیغام ورکړي.))

د خوست یو بل تن دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستي وویل، چې علماء د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کوي.

مفتي حبیب الرحمن وویل:

((په افغانستان کې د سولې لپاره چې کومې هڅې روانې دي، پدې لړۍ کې د افغانستان د علماوو فتواء، د حرمینو او شریفینو امامانو چې کومه خطبه د سولې په باب ویلې ده، دا احکام دوی د ځانه ندي ویلي، بلکې دا اللهي احکام دي، د سولې په باره کې د پیغمر ص ارشادات دي، موږ نه یوازې د سولې ملاتړ کوو، بلکې دا زموږ مقصد دی او پدې برخه کې د رانو هڅو بشپړ ملاتړ کوو.))

د افغانستان د سولې په باره کې یوه مهمه مسئله د سیاسي ډلو، ګوندونو او مستقلو شخصیتونو د فکر او نظر یووالی دی.

قومي مشر محمدقیوم خان وايي، ولسمشر د سولې په باره کې مخلصانه هڅې کوي، خو په دولت کې ځینې داسې کسان شته، چې هغوی پدې برخه کې مخلص نه دي.

نوموړي وویل:

((که چیرې موږ د سولې لپاره اتحاد ونلرو، د نظر توافق ونلرو، رييس جمهور مو یو څه وايي، او تر هغې ټیټ رتبه کسان نور ـ نور بیانونه ورکوي، موږ هغه مهال خپل ارمان ته رسیدلی شو، چې ټول په یو اواز او یو غږ د سولې غږ پورته کړو، ملاتړ يې وکړو، د رييس جمهور په پله پل کېږدو، تر څو ولس ددې مشکلو څخه خلاص شي.))

یوې مدني فعالې کلثوم غونډې ته په خبرو کې د دولت وسلوال مخالفین مخاطب کړل او ويې ویل، کله چې سوله اللهي امر دی نو دوی باید افغان دولت سره خبرو اترو ته تیار شي.

یاده دې وي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هیله او خوشبینې څرګنده کړې ده چې طالبان به د سولې خبرو ته کینې او د افغانستان د ولسمشر په توګه به دی هر هغه اصولي او منطقي اقدام وکړي چې د سولې لپاره ضرور وي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

ولسمشر غني د جنرال رازق دعا ته ولاړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG