د افغانستان په کندهار ولايت کې نن د اکتوبر پر ۲۷مه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات تر سره شو. د رایو اچولو مرکزونه تر څلورو بجو د خلاصو ساتلو امر شوی وو.
د خوست د ولایتي شورا غړي، روڼ اندي او قومي مخور وايي، دا هېواد هغه مهال له شته ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی شي، چې افغانان په صادقانه ډول په خپلو کې یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، یو بل وزغمي او پردیو ته اجازه ورنکړي، چې په دوی کې تفرقې واچوي.
د فراه پخواني والي عبدالبصير سالنګي وویل چې: زموږ شهید قهرمان نه یوازې د لوی کندهار دفاع ته لکه فولاد ولاړ وو بلکې د ټول افغانستان د دفاع سنګر یې سمبال کړی وو.
شهيد عبدالجبار قهرمان د دې وطن د ولسواکي شهيد او شهید جنرال عبدالرازق خان د دې خاورې د خپلواکي په لار کې شهید شوی دی
که طالبان د سیاسي جوړجاړي په بهیر ورشامل نشي نو دا امکان شته چې واشنګټن او ناټو د افغانستان په ګډون، د سیمې پر سطحې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په منډیکک ماڼۍ کي د قومي مشرانو او ولسي خلکو یوې لویې غونډې ته په وینا کې له پاکستانه و غوښتل چې د کندهار ولایت دفتر دننه په برید کې ککړ کسان ورته وسپاري.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس هغه اوازې ناسمې بولي چې ګوندې د جنرال رازق په وژل کېدو کې د غوڅ ملاتړ مأموریت لاس ...
په کندهار کې د وژل شوي امنیه قوماندان ورور تادین خان د اکتوبر پر ۲۲مه، د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال پاسوال جانان بارکزي له خوا د کندهار د نوي سرپرست امنیه قومندان په توګه وپېژندل شو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلېماني انتخاباتو د بهیر په بشپړېدو ولس ته مبارکي ویلې ده. له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله ویل شوي، له افغان اولس څخه مننه چې خپلې رایې یې وکارولې او نړۍ ته یې وښودله چې دوی تاوتريخوالی نه غواړي.
په افغانستان کې د اکتوبر پر۲۰ مه او ۲۱مه د پارلېماني انتخاباتو بهیر سره د دې چې د لویو بدو پېښو سره مخ نه شو خو د دې باوجود هم له بیلا بېلو سیمو د بدامنۍ خبرونه رارسېدلي چې پکې د خلکو د مرګژوبلې هم راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۵۰ مرکزونو کې د اکتوبر پر ۲۱مه انتخابات کېږي. دا هغه مرکزونه دي چې
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي ، له افغان حکومت څخه باید په دې اړه پوښتنه وشي چې هغوي دې په خپلو لیکو کې دننه هغه عناصر ولټوي کوم چې په هیواد کې امن نه غواړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته