د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي فعالان د والي حکم خان ګوښه کېدل غواړي


د خوست والي حکم خان حبیبي او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون تر منځ د فاتحې د بینر پر سر لفظي شخړه هغه مهال په ټولنیزه میډیا کې د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوه، چې ظاهراً خوست والي وايي عبدالجبار قهرمان ده لپاره قهرمان نه دی.

دغه غالمغال په کندهار او هلمند کې د وژل شویو دریو افغان جنرالانو د فاتحې په پیل کې د هغه بینر پر سر رامنځته شوه، چې یوازې د کندهار د پيښې د وژل شویو جنرالانو نومونه په کې لیکل شوي ول، خو د ولسي جرګې د لومړي معاون غوښتنه داوه، چې د درې واړو وژل شویو جنرالانو نومونه دې په کې ولیکل شي.

له یاد جنجال وروسته د همدې ورځې ناوخته مازدیګر د خوست یو شمېر مدني فعالان او ځوانان په یوه خبري ناسته کې راټول شول او له افغان حکومت يې وغوښتل چې یاده قضیه وڅیړي.

د خوست د ولایتي شورا رييس کفیل ریحان وویل:

''خوست والي نه یوازې دا چې د هېواد د یو وطنپرست جنرال شهید قهرمان ته سپکاوی کړی، بلکې د ولسمشر د وینا خلاف يې د ټولو ولسونو احساساتو ته سپکاوی کړی، موږ له جمهور رييس غواړو چې خوست والي د یاد برخورد په تور له دندې ګوښه او څارنوالی ته يې معرفي کړي.''

د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي استاد امیر بهیر پر هغه غالمغال خواشیني وښودله کړه او ويې ویل، ولسمشر عبدالجبار قهرمان د وطن قهرمان یاد کړی، خو دلته یو حکومتي چارواکیبرعکس څرګندونې کوي.

ده وویل:

''بدبختانه د فاتحې په مراسمو کې ما هغه الفاظ واوریدل، چې انساني کرامت ته سپکاوی په کې وشو، دا یو انسان سره بیا خاصتاً د یو دولتي چارواکي سره نه ښايي، پداسې حال کې چې ولسمشر عبدالجبار قهرمان ته د قهرمان خطاب کړی او دلته يې موږ د یو خاین او قاتل په نوم یادوو، زه فکر کوم چې دا به دده او د ولسمشر د څرګندونو سره ډېر په ټکر کې یو اقدام وي.''

د غونډې ګډونوالو درې ماده ییز پرېکړه لیک د مدني فعال فریدالله قربان لخوا ولوستل شو، چې په یوه برخه کې يې راغلي دي:

''د هېواد دروند ولسمشر ښاغلي اشرف غني دې، د هېواد د شهید عبدالجبار قهرمان توهین کوونکی والي حکم خان حبیبي لاس په لاس له دندې ګوښه او د تحقیقاتو لپاره دې څارنوالی ته معرفي کړي، نوموړي نه یوازې د هېواد د اتلو شهیدانو سپکاوی کړی، بلکې د ولسمشر د هغو ویناوو مخالفت يې کړی چې د جبار قهرمان په جنازه باندې يې کړي دي.''

بل لوري ته خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وايي، چې د جنازې یاد مراسم یوازې د کندهار د پيښې وژل شویو جنرالانو لپاره نیول شوي ول او پدې کې جبار قهرمان نه وو شریک.

ده وویل، د دې مسالې مقابل اړخ غوښتل، چې دوی څخه د فاتحې مراسم ګډ وډ کړي.

''دلته د شهید قهرمان موضوع اصلاً مطرح نه وه، دا چې یو چا مطرح کړه د مشکل لپاره او د شهید له نوم څخه د خپلو ګټو په خاطر سیاسي استفاده پورته کوي، کنه دوی سره نه د قهرمانانو مساله مطرح وه، که د قهرمان مساله وسره مطرح وای، دوی به يې په ډېر عزت خپله فاتحه اخیستي وای، غوښتل يې چې زموږ د فاتحې مراسم ګډ وډ کړي او د ځوانانو له احساساتو څخه د خپلو شومو اهدافو په خاطر ګټه پورته کړي، نو بناءً دلته د شهید عبدالجبار عکس ته د سپکاوي مساله هیچا نه ده کړې، هيڅ سند هم نشته او هیڅوک به يې پیدا هم نه کړي، موږ ورته په ټوله مانا احترام لرو.''

شهيد عبدالجبار قهرمان د دې وطن د ولسواکي شهيد او شهید جنرال عبدالرازق خان د دې خاورې د خپلواکي په لار کې شهید شوی دی

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون بیا وايي، چې دوی له مخکې ولایتي ادارې سره داسې تفاهم کړی وو، چې پدې ځای کې به د ټولو وژل شویو جنرالانو فاتحه اخلي، خو کله چې دوی تالار ته راغلل، نو بینر ولایتي ادارې لګولی وو، چې په هغه کې د دې جنرالانو نه یوازې انځورونه، نه وو بلکې د عبدالجبار قهرمان یادونه هم په کې نه وه شوې.

همایون همایون زیاته کړه:

''دا بینر چې ما غوښتل په ډېرې ارامۍ سره يې لرې کړم او دغه بنیر چې زموږ شاته دی، دغه بینر ولږوم، ده يې مخالفت وکړ، ده قهرمان ته دا خطاب وکړ چې د افغانستان د ولسونو وینې څکلي دي، ده وویل چې جبار قهرمان زما لپاره قهرمان نه دی، که تاسو دا ویډیو دقیقه وګورئ، نو هغه الفاظ چې ده کارولي دي، فکر کوم چې د یو والي لپاره مناسب نه دي.''

بل لوري ته د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلې دي، چې ظاهراً پدې ویډیو کې د شهید عبدالجبار قهرمان بې احترامي شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، شهيد عبدالجبار قهرمان د دې وطن د ولسواکي شهيد او شهید جنرال عبدالرازق خان د دې خاورې د خپلواکي په لار کې په شهادت رسېدلی او د دوی دواړو په ګډون د وطن د لارې د هيڅ شهید سپکاوی د هیچا له خوا نه مني.

XS
SM
MD
LG