د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: انتخاباتو وښوده چې خلک تاوتریخوالی نه غواړي


افغان ولسمشر د انتخاباتو پروسه بریالۍ وبلله
افغان ولسمشر د انتخاباتو پروسه بریالۍ وبلله

کابل ـ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلېماني انتخاباتو د بهیر په بشپړېدو ولس ته مبارکي ویلې ده.

د اکتوبر پر ۲۱مه، ارګ د غني د وینا متن خپور کړی چې پکې راغلي، له افغان ولسه مننه کوي چې خپلې رایې یې وکارولې او نړۍ ته یې وښودله چې دوی تاوتريخوالی نه غواړي.

افغان ولسمشر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي:

((تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه، تاسې طالبانو ته ثابته کړه چې دا ولسونه هېڅوک هم په زور نشي مهارولی.))

اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې د اخلاقي جرات د مظاهرې کولو په ترڅ کې دې د ملت په منځ کې خپل زور ښکاره کړي.

انتخاباتو کې د مېرمنو ونډه هم د پام وړ وه
انتخاباتو کې د مېرمنو ونډه هم د پام وړ وه

افغان ولسمشر په انتخاباتو کې د مېرمنو ګډون هم د پام وړ بللی او هیله یې ښکاره کړې ده چې دا د افغانستان د روښانه سباوون یو نوی زېری دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د پارلېماني انتخاباتو د دوهمې او وروستۍ ورځې بهیر هم پای ته رسېدلی دی.

د اکتوبر پر ۲۱مه له ۲۵۰و نه په زیاتو مرکزونو کې هغو خلکو خپلې رایې استعمال کړلې چې تېره ورځ د بد امنۍ او د نورو وجوهاتو له کبله نه وو توانېدلي چې خپلې رایې استعمال کړي.

په کابل کې زیاتو خلکو رایې ورکړي
په کابل کې زیاتو خلکو رایې ورکړي

د افغانستان د اتخاباتو کمېشن وايي د پارلېماني انتخاباتو پر مهال تر ټولو زیات شمېر کې خلکو په کابل کې او تر ټولو په لږ شمېر کې په ارزګان ولایت کې رایې کارولې دي.

د افغانستان په کندهار ولایت کې د اکتوبر پر ۱۸مه پر امنیه قوماندان عبدالرازق او نورو چارواکو د شوي برید نه پس هلته د ولسي جرګې انتخابات ځنډول شوي دي. همدا رنګه په غزني ولایت کې هم خلکو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې خپلې رایې ونه کارولې.

XS
SM
MD
LG