د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات وشو


په کندهار کې د رایو اچولو یو مرکز
په کندهار کې د رایو اچولو یو مرکز

د افغانستان په کندهار ولايت کې نن د اکتوبر پر ۲۷مه د ولسي جرګې د ۱۱ څوکیو لپاره انتخابات تر سره شو. د رایو اچولو مرکزونه تر څلورو بجو د خلاصو ساتلو امر شوی وو.

د کندهار مرستیال والي حاجي اغا لالي دستګیري د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د انتخاباتو د امنیت په برخه کې ډاډه دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي هم مشال راډیو ته ويلي چې د کندهار شاوخوا ۵۶۰۰۰۰ رجسټر شوي کسان به په ۱۷۳ مرکزونو کې رایې ورکړي.

د یادې ادارې د چارواکو په وینا ، له کندهاره د ښځو په ګډون ۱۱۲ کسان د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره کاندیدان دي.

خلک د رایو اچولو ته په تمه ناست دي
خلک د رایو اچولو ته په تمه ناست دي

په دغه سیمه کې د ولسي جرګې انتخابات د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د استخباراتو د مشر عبدالمومن حسین خیل د وژل کېدو له پېښې وروسته د يوې اوونۍ لپاره وځنډېدل.

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د اکتوبر پر شلمه له کندهار او غزني پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې وشول.

د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې نېږدې نهه میلیونه د رایې ورکولو په شرایطو برابر افغانانو نومونه ثبت کړي ول.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو وروستۍ پایلې په ډېسېمبر کې اعلانېږي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۵۰ چوکۍ لري. سږکال ولسي جرګې ته تر ۲۵۰۰ زیات کاندیدان ولاړ ول.

په کندهار کې د ولسي جرګې لپاره انتخابات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

XS
SM
MD
LG