د افغانستان د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او د داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
افغان ولسمشر اشرف غني د اکتوبر پر پینځمه بلخ ولایت ته په خپل سفر کې ټینګار وکړ چې افغانستان کې به هېڅ کله هم جګړه خصوصي نشي او افغانان به هېچا ته د طبیعي منابعو د استثمار او استعمار اجازه ورنه کړي.
د افغانستان پریمیر لیګ په نامه لومړي تجارتي کرکټ ټورنامنټ لوبې د اکتوبر له ۵ مې د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې پیل شي.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو نورو ولایتونو په شان په خوست کې همد پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نمونوي لیسې لپاره د تدریسي کمپلیکس د جوړولو کار پیل شو.
د خوست د ښار او کور جوړولو ریاست چارواکي غوښتنه کوي، چې خلک دې په ښار او د ښار په نږدې سیمو کې له خپلسرو او غیر پلاني ابادیو ډډه وکړي.
افغان چارواکي وایي چې د نن (سېشنبه) یوه نیمه بجه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته نوماند ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ یې ټپیان کړي دي.
افغانستان او پاکستان چې تر څه مودې مخکې پورې یې ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه دوه اعشاریه پنځو بېلیونو ډالرو ته رسېده، اوس ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته راټيټه شوېده.
د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ پر غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تېرو څلورو میاشتو تړلې سوداګري یو ځل بیا د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه. د داوړو غواړو سوداګرو د مشال راډيو مننه کړې چې د دوی غږ یې تر چارواکیو ورساوه. د عمر دراز وزیر راپور
په لوګر کې یو شمېر بڼوال او بزګران وایي، چې د انګورو باغونه یې وچکالۍ، طبیعي افتونو او نباتي ناروغیو ځپلي چې له کبله يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات کم شوي دي.
د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز د سېپټمبر پر ۲۷مه پرانیستل شو.
د خوست صنعت کاران وايي، چې د دوی تولیداتو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ښه بازار پیدا کړیدی.
د هند او افغانستان ترمنځ د ستمبر په پنځه ويشتمه په دوبۍ کې د ايشيا کپ يوه ورځنۍ لوبه وه. سيالي د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاتې شوه. د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان او هندي لوبغاړي څرګندونې وينئ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته