د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلېماني انتخاباتو د بهیر په بشپړېدو ولس ته مبارکي ویلې ده. له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله ویل شوي، له افغان اولس څخه مننه چې خپلې رایې یې وکارولې او نړۍ ته یې وښودله چې دوی تاوتريخوالی نه غواړي.
په افغانستان کې د اکتوبر پر۲۰ مه او ۲۱مه د پارلېماني انتخاباتو بهیر سره د دې چې د لویو بدو پېښو سره مخ نه شو خو د دې باوجود هم له بیلا بېلو سیمو د بدامنۍ خبرونه رارسېدلي چې پکې د خلکو د مرګژوبلې هم راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۵۰ مرکزونو کې د اکتوبر پر ۲۱مه انتخابات کېږي. دا هغه مرکزونه دي چې
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي ، له افغان حکومت څخه باید په دې اړه پوښتنه وشي چې هغوي دې په خپلو لیکو کې دننه هغه عناصر ولټوي کوم چې په هیواد کې امن نه غواړي.
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، په کندهار کې امنیت پر ځای شوی دی او اضافي ځواکونه ور استول شوي دي .
په افغانستان کې د اکتوبر پر ۲۰مه له کندهار او غزني پرته په ټول هیواد کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شوي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني د کندهار د برید پلټنو امر کړی او د دې موخې لپاره یې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ته دنده سپارلې
په هلمند کې د افغانستان ولسي جرګې ته د وژل شوي نوماند عبدالجبار قهرمان جنازه د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې وشوه او بیا یې مړی د پارلمان ودانۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
عبدالجبار قهرمان څنګه ووژل شو؟ له هلمند ولایته د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کاندید عبدالجبار قهرمان نن چارشنبه په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. په دې پېښه کې یو ژوبل تن د الیاس داعي په راپور کې د سترګو لیدلی حال وايي.
له هلمند ولایته د ولسي جرګې ټاکنو لپاره کاندید عبدالجبار قهرمان نن چارشنبه په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د چمن او سپين بولدک ترمنځ تړل شوې لاره نن پرانيستل شوه. د پاکستان او افغانستان تر منځ دغه پوله د تېرو درو ورځو راهيسې بنده وه.
پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره یې د چمن ـ سپین بولدګ پوله د امنیتي ملحوظاتو له کبله د یکشنبې پر ماسپښین تړلې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته