دغه مطبوعاتي ناسته چې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې وشوه، د ننګرهار والي حیات الله حیات او د افغانستان د ټاکنو د شکایاتو د کمیسیون ویاند علي رضا روحاني په کې برخه لرله.
د لوګر یو شمېر بڼوال او بزګر وايي، چې د افغان حکومت لخوا دوی ته پدې وروستیو کې د ممیزو یو شمېر خونې جوړې شوي چې پدې سره يې د انګورو ضایعات لږ شوي او اقتصادي يې ورسره ښه شوی دی.
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو یوه د باور وړ اداره بللې چې د افغانستان انتخاباتو ملاتړ یې کړی، د کمېسیون په خبره له دې سره به پر ټاکنیز بهیر د افغان ولس باور لا پوخ شي.
د هلمند چارواکي وايي، په مرکز لښکرګاه کې ولسي جرګې ته د کاندید صالح محمد خان اڅکزي په دفتر کې ځانمرګي برید اته تنه وژلي دي.
د څه باندې يوې مياشتې ځنډ وروسته په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ نن دوشنبه يو ځل بيا افغانانو ته د وېزې د ورکولو کار پیل کړ.
د افغانستان دفاع وزارت په بلخ او فاریاب ولایتونو کې له سلو د زیاتو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د خوست ملکي او پوځي چارواکو د ولسي جرګې له نوماندانو وغوښتل، چې د ځینو احتمالي ګواښونو له کبله دې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د سترو غونډو له جوړولو ډډه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اکتوبر په اوومه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، د افغان چارواکو تر ډاډګېرنې وروسته یې د دې اقدام پرېکړه کړې او د دوشنبې پر ورځ خلک کولای شي چې د ویزو لپاره کونسلګرۍ ته ورشي.
د افغانستان د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو او د داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پکې د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او په لسګونو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
افغان ولسمشر اشرف غني د اکتوبر پر پینځمه بلخ ولایت ته په خپل سفر کې ټینګار وکړ چې افغانستان کې به هېڅ کله هم جګړه خصوصي نشي او افغانان به هېچا ته د طبیعي منابعو د استثمار او استعمار اجازه ورنه کړي.
د افغانستان پریمیر لیګ په نامه لومړي تجارتي کرکټ ټورنامنټ لوبې د اکتوبر له ۵ مې د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې پیل شي.
د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو نورو ولایتونو په شان په خوست کې همد پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نمونوي لیسې لپاره د تدریسي کمپلیکس د جوړولو کار پیل شو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته