د خوست د ښار او کور جوړولو ریاست چارواکي غوښتنه کوي، چې خلک دې په ښار او د ښار په نږدې سیمو کې له خپلسرو او غیر پلاني ابادیو ډډه وکړي.
افغان چارواکي وایي چې د نن (سېشنبه) یوه نیمه بجه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته نوماند ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ یې ټپیان کړي دي.
افغانستان او پاکستان چې تر څه مودې مخکې پورې یې ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه دوه اعشاریه پنځو بېلیونو ډالرو ته رسېده، اوس ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته راټيټه شوېده.
د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ پر غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تېرو څلورو میاشتو تړلې سوداګري یو ځل بیا د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه. د داوړو غواړو سوداګرو د مشال راډيو مننه کړې چې د دوی غږ یې تر چارواکیو ورساوه. د عمر دراز وزیر راپور
په لوګر کې یو شمېر بڼوال او بزګران وایي، چې د انګورو باغونه یې وچکالۍ، طبیعي افتونو او نباتي ناروغیو ځپلي چې له کبله يې د نورو کلونو په پرتله حاصلات کم شوي دي.
د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز د سېپټمبر پر ۲۷مه پرانیستل شو.
د خوست صنعت کاران وايي، چې د دوی تولیداتو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ښه بازار پیدا کړیدی.
د هند او افغانستان ترمنځ د ستمبر په پنځه ويشتمه په دوبۍ کې د ايشيا کپ يوه ورځنۍ لوبه وه. سيالي د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاتې شوه. د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان او هندي لوبغاړي څرګندونې وينئ.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو ژغورونکیو په ډېرو سختو حالاتو کې خپله وظیفه پر مخ وړې او قربانۍ يې ورکړې دي او د هغوی په درناوي کې یې یو یادګار درولی دی.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون ،دوشنبه د «سپټمبر ۲۴م» د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، انتونیو ګوترش...
د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان ختيځ کې هم ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو د تطبیق درې ورځنی کمپاين پيل شوی.
پاکستاني چارواکي وايي، دا ځکه اسلام اباد هڅه کوي له کابل سره خپله سوداګري تر یوه چوکاټ لاندې راوړي. تر اوسه له افغانستان سره زموږ ټوله سوداګري بې سنده روانه ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته