د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر طالبانو او ایرانیو افسرانو د امریکا او عربي هېوادونو تازه بندیزونه څه معنا لري؟


امریکا وايي د افغانستان د امنیت کمزوري کولو په تور پر طالبانو او د هغوی پر ایرانیو ملاتړو بندیزونه لګوي
امریکا وايي د افغانستان د امنیت کمزوري کولو په تور پر طالبانو او د هغوی پر ایرانیو ملاتړو بندیزونه لګوي

پراګ - افغان شنونکي او پوهان وايي، پر طالبانو، یوه پاکستاني کاروباري او د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک پر افسرانو تازه بندیزونه د سیاسي فشار معنا لري چې سیمه ییز اړخ لري.

د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا د مالي چارو وزیر سټیفن منوچېن او د خلیج شپږو عربي هېوادونو یعنې سعودي عرب، بحرین، کوېت، اومان، قطر او متحده عرب اماراتو، پر یو شمېر طالب مشرانو او د هغوی د ملاتړ په تور پر دوو ایرانیو پوځي افسرانو اقتصادي بندیزونه ولګول.

منوچېن په یوه بیان کې ویلي دي چې دا بندیزونه پر هغو وسله والو "طالبانو لګوي چې په ځانمرګو بریدونو او نورو وژونکو فعالیتونو" کې لاس لري.

بیان وايي، د دې اقدام موخه "د طالبانو او د هغوی د ملاتړو او تمویلوونکو ایرانیانو" له لوري د افغانستان د "امنیت کمزوري کولو" د هڅو شنډول دي.

واضحه خبره ده چې دا د ایران په مقابل کې یو اقدام دی
مشتاق رحیم

هلته د اکتوبر پر ۲۴مه افغان طالبانو په یوه بیان کې وویل، دا بندیزونه "نمایشي او بې اثره" دي.

بیان د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له خولې وايي چې له دې اقدامه ښکاري چې امریکا د خبرو له لارې د افغانستان مسله هوارول نه غواړي.

په کابل کې د سیاسي او نړیوالو چارو څېړونکي مشتاق رحیم د اکتوبر د ۲۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، د وسله والو طالبانو او د هغوی د ملاتړو مالي او کاروباري چارې رسمي نه دي نو ځکه ښايي نوي بندیزونه زیات اغېزناکه نه وي.

د رحیم په اند، په دې اقدام کې د عربي هېوادونو شاملېدل ښيي چې امریکا، تهران ته پیغام ورکول غواړي:

"که دا بندیزونه وي او که نه وي، [طالبان] د مالي سرچینو د انتقال له رسمي چینلونو استفاده نه کوي. دویم، دا بندیزونه چې لګول شوي – خلیجي هېوادونو چې لګولي – واضحه خبره ده چې دا د ایران په مقابل کې یو اقدام دی چې هغوی ته اثبات ورسوي چې: موږ ستاسې پر ضد اقدام کوو."

د کابل پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد ودیر ساپي ته ښکاري چې امریکا هڅه کوي چې پر طالبانو فشار راوړي چې هغوی خبرو ته حاضر کړي.

کله چې د سولې بهیرونه پیلېږي نو پر ازادیو فکر کېږي
مشتاق رحیم

د ده په خبره، که طالبان د سیاسي جوړجاړي په بهیر ورشامل نشي نو دا امکان شته چې واشنګټن او ناټو د افغانستان په ګډون، د سیمې پر سطحې د وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړي.

د سیاسي چارو پوه مشتاق رحیم وايي، پر داسې مهال چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې، دا ډول بندیزونه د حیرانتیا خبره ده.

"کله چې د سولې بهیرونه پیلېږي نو پر ازادیو فکر کېږي، پر دې فکر کېږي چې څنګه محدودیتونه لرې شي چې د خلکو ترمنځ باور پیدا شي."

خو رحیم زیاتوي چې هېوادونه اکثر له خبرو سره سره پر خپلو مخالفینو ځېنې محدودیتونه هم لګوي چې هغوی د سیاسي خبرو پر مهال "د قوت د موقف پر ځای، له محدودیتونو څخه له ډک موقف سره راشي."

د امریکا او خلیج هېوادونو په تازه اقدام کې د طالبانو شپږ لوړپوړي مشران عبدالصمد فاروقي، محمد داوود مزمل، عبدالرحیم منان، نعیم بړېڅی، صدر ابراهیم او حافظ ماجد په تور لېسټ کې اچول شوي.

د طالبانو د تمویل او د هغوی د مرستو په تور د ایران د انقلاب ساتونکو د قدس ځواک محمد ابراهیم احدي او اسماعیل رضوي او د نشه يي موادو د قاچاق له لارې د طالبانو د تمویل په تور پاکستانی کاروباري عبدالعزیز هم په دې نوملړ کې شامل دي.

تهران د تازه بندیزونو په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG