د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پارلېماني ټاکنو کې د تاوتریخوالي پېښې شوي


افغان ځواکونو د انتخاباتو د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
افغان ځواکونو د انتخاباتو د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

پراګ ـ په افغانستان کې د اکتوبر پر۲۰ مه او ۲۱مه د پارلېماني انتخاباتو بهیر سره د دې چې د لویو بدو پېښو سره مخ نه شو خو د دې باوجود هم له بیلا بېلو سیمو د بدامنۍ خبرونه رارسېدلي چې پکې د خلکو د مرګژوبلې هم راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د اچین ولسوالۍ مامند درې په سیمه کې د یکشنبې له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د ملکي وګړو په یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې د یوې میرمنې او ۶ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي. د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی قبول کړی.

د ننګرهار والي حیات الله حیات په یو جلا پیغام کې دغه پېښه غندلې او د ولسي خلکو پر مرګژوبلې یې خواشیني ښکاره کړېده.

افغان ولسمشر په کابل کې خپله رایه استعمال کړه
افغان ولسمشر په کابل کې خپله رایه استعمال کړه

کندوز:

په کندوز ولايت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو له پيل راهېسې د ناامنيو په پېښو کې تر ٧٠ زيات کسان ټپيان شوي دي. د کندوز په مرکز او څو ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو له خوا راکټي حملې هم شوي دي.

د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعيم منګل د یکشنبې پر ورځ وويل، د ځينو ټپيانو وضعيت نازک دى:

((په خواشینۍ سره باید ووایم چې پرون د کندوزیانو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه او دغه شمېر چې ما تاسو ته وویل، د جنګ له کبله ټپیان شوي وو او په دې ارقامو کې ښځې، ماشومان، ځوانان، سپین ږيري او پوځيان شامل دي.))

ښاغلي منګل وويل چې دوى ته د اکتوبر له ۲۰مې نېټې راهيسې ٧ مړي هم انتقال شوي دي.

په کندوز کې د ناامنيو له زياتېدو سره له درو ورځو راهيسې د کندوز ـ تخار لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړلې ده، چې خلکو ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړي دي.

بلخ:

د بلخ پوليس وايي د اکتوبر پر ۲۱مه د مرکز مزارشريف په يوه جومات کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني وويل، دغه کسان د وسلوالو طالبانو له خوا په نهرشاهي ولسوالۍ کې وژل شوي او بيا يې مړي سيمې ته لېږدول شوي دي.

چارواکو ويلي وژل شوي کسان په بلخ کې د ولسي جرګې د يوه کانديد څارونکي وو. د بلخ پوليسو ويلي، چې د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي، په دې قضيه کې دوى لاس نه لري.

د انتخاباتو بهیر پر دوهمه ورځ:

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په دوام د اکتوبر پر ۲۱مه، د ٢٢ ولايتونو په څه باندې ٢٥٠ مرکزونو کې رايه اچونه روانه ده.

دا هغه مرکزونه دي چې خلک نه وو توانېدلي د ولسي جرګې په پرونيو انتخاباتو کې رايه ورکړي. د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند سيد حفيظ اله هاشمي مشال راډيو ته وويل دوی هیلمن دي، هغه کسان چې د لنتخاباتو پر ورځ له رایو اچولو محروم پاتې شوي وو له دې فرصته ګټه پورته کړي او خپلې رایې وکاروي.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نږدې ۹ ملیونه کسانو نومونه ثبت کړي وو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد مشال راډيو ته وويل، دوى اټکل کوي، ښايي تر پنځو مليونو پورې کسانو په انتخاباتو کې خپلې رايې کارولې وي.

XS
SM
MD
LG