د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله د جنرال رازق وژنه پر افغانستان تېری وباله


عبدالله د جنرال رازق وژنه پر افغانستان تېری بللی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د افغان حکومت اجرايیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کندهار کې وروستۍ خونړۍ پېښې چې جنرال عبدالرزاق او جنرال مومن حسنخېل پکې وژل شوي ول، په باب په خپله وینا کې د افغانانو دښمنان څرګند دي او هڅه کوي، چې په خپلو ورانکاريو د افغانانو يوالي ته زيان ورسوي، چې په خبره يې بريالي به نه شي. اجراییه مشر نن پنجشبه په کندهار د جنرال رازق کور ته د دعا لپاره تللی وو.

زموږ شهید قهرمان نه یوازې د لوی کندهار دفاع ته لکه فولاد ولاړ وو بلکې د ټول افغانستان د دفاع سنګر یې سمبال کړی وو.
عبدالبصیر سولنګی

ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار په منډیګګ ماڼۍ کې د قومي مشرانو یوې غونډي ته په وینا کول وویل چې د کندهار حمله پر افغانستان څرګند تېری دی او د دې خونړۍ پېښې په اړه به جدي څېړنې وکړي.

د نوموړي په وینا پر جنرال عبدالرازق د بريد لوری او د افغانستان دايمي دښمن معلوم او د هغوی نيت ښکاره دی.

اجراییه مشر وویل، چې د بريد اصلي تنظیمونکي او دوښمنان به هېڅکله هم له افغانانو څخه ورک نه شي.

کندهار ته له اجرایيه مشر سره په دې سفر کې ورغليو چارواکو وویل، چې پر جنرال عبدالرازق بريد د پاکستان استخباراتي ادارې ترسره کړی دی.

د حکومت د اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق وویل چې د جنرال عبدالرازق په وژنه کې د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای مخامخ لاس لري. نوموړي وویل د افغانستان څرګند او پټ دښمن دې خبر واوسي چې افغان ملت د دوی د هرډول سازشونو پروړاندې بیداره او یوموټی دی.

د فراه پخواني والي عبدالبصير سالنګي وویل چې: زموږ شهید قهرمان نه یوازې د لوی کندهار دفاع ته لکه فولاد ولاړ وو بلکې د ټول افغانستان د دفاع سنګر یې سمبال کړی وو.

تر دې مخکي افغان ولسمشر هم ویلي و، چې د کندهار د بريد پلان په پاکستان کې طرح شوی خو د پاکستان حکومت په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي .

تېره پنجشنبه د اکتوبر په ۱۹مه نېټه جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رئیس عبدالمومن حسېنخېل د دغه ولایت د والي په دفتر کې په یوهوسله وال برید کې ووژل شول او د کندهار د والي په شمول یوشمېر کسان ټپیان شول.

راپور: صادق ریښتونی

XS
SM
MD
LG