د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې پر دویمه ورځ هم روانې دي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې له ۲۵۰ څخه په زیاتو مرکزونو کې د اکتوبر پر ۲۱مه (یکشنبه) انتخابات کېږي.

دا هغه مرکزونه دي چې د اکتوبر پر ۲۰مه تړلي پاتې ول او خلک ونه توانېدل چې رایې ورکړي.

د دې کمېسون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي مشال راډیو ته وویل: ​"جمعاً، په ټول افغانستان کې متاسفانه ۲۵۳ مرکزونه شته چې موږ ونه توانېدو چې هلته انتخابات وکړو."

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

هغه زیاته کړه چې د شنبې پر ورځ، په ۴۵۰۰ مرکزونو کې خلکو رایې ورکړي دي.

د کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د اکتوبر پر ۲۰مه شپې مهال په کابل کې په خبري غونډه کې وویل چې ابتدايي رپوټونو څرګنده کړې چې تر درې میلیونه زیاتو وګړو ووټونه اچولي دي.

صیاد وویل چې د ووټرانو دقیق شمېر به وروسته اعلان شي.

د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې نېږدې نهه میلیونه د رایې ورکولو په شرایطو برابر افغانانو نومونه ثبت کړي ول.

یو سپین ږیری سړی هم خپل رایه کاروي
یو سپین ږیری سړی هم خپل رایه کاروي
  • تخنیکی ستونزې

په افغانستان کې د حقوقي چارو یو شمېر څارونکو ویلي چې د یکشنبې ورځ په یو شمېر مرکزونو کې بیا انتخابات د ټاکنو د قانون خلاف کار دی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وویل، انتخابات تمدید شوي نه‌ دي، بلکه د افغانستان د شرایطو پر اساس، یو شمېر خلکو ته موقع ورکړل شوې چې خپله رایه استعمال کړي.

د افغانستان پارليماني ټاکنو د نتيجو شمېرنه پېل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

په ځېنې مرکزونو کې د شنبې پر ورځ د نوم لړ نشتوالی، په ځینې سمیو کې د بایومیټریک ماشینونو کار نه کول، په یو شمېر انتخاباتي مرکزونو کې د مامورینو نشتوالی او داسې نورې تخنیکي مسلې د دې سبب شوي چې ګڼ شمېر خلک ساعتونه د رایې ورکولو لپاره انتظار وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ومنله چې ستونزې وې او ویې ویل چې له دې امله یې د افغانستان له خلکو بښنه غوښتې ده.

  • امنیتي ستونزې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پرون يې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۹۲ امنیتي پېښې ثبت کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې پرون په ټول افغانستان کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي دي.​ دانش زیاته کړه:

"موږ اوسمهال، ۷۰ زره امنیتي ساتونکي د انتخاباتو د څارنې لپاره په دنده ګومارلي دي. د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په احضاراتو کې دي. موږ به نن (اکتوبر ۲۱مه) هم پر همدې کار کوو چې خلک په ارام فکر د رایو مرکزونو ته ولاړ شي. "

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو وروستۍ پایلې په ډېسېمبر کې اعلانېږي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۵۰ چوکۍ لري.

سږکال ولسي جرګې ته تر ۲۵۰۰ زیات کاندیدان ولاړ ول.

XS
SM
MD
LG