د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وطن اتلان د ټول افغان ولس اتلان دي: خوست لمانځغونډه


د خوست د ولایتي شورا غړي، روڼ اندي او قومي مخور وايي، دا هېواد هغه مهال له شته ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی شي، چې افغانان په صادقانه ډول په خپلو کې یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، یو بل وزغمي او پردیو ته اجازه ورنکړي، چې په دوی کې تفرقې واچوي.

دوی یادې څرګندونې نن د جمعې په ورځ په خوست کې د کندهار او هلمند په پېښو کې د دریو وژل شویو افغان جنرالانو د فاتحې او قرانکریم د ختم په مراسمو کې وکړې.

مراسم چې د لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، روڼ اندو او ځوانانو په ګډون د هېوادپال ځواک په ودانۍ کې جوړ شوي ول، د ولایتي شورا غړي امیرالله زړه سواند مشال راډیو ته وویل، له شته ناخوالو څخه د دې هېواد د ژغورنې یوازینۍ لاره داده چې ولسونه په خپلو کې سره یو لاس شي.

دی وايي که کوم څوک له نورو افغانانو ځان لوړ بولي، دا پدې مانا ده چې د دې هېواد د ملي یووالي د زیانمولو او د شته ناخوالو د اوږدولو لپاره هڅې کوي.

د دې مراسمو ویناوالو د کندهار او هلمند په وروستیو پېښو کې درې واړه وژل شوي افغان جنرالان د دې هېواد رښتیني او صادقه خدمتګاران یاد کړل.

په خوست کې د تېرې چارشنبې په ورځ په دولتي میلمستون کې هغه مهال د خوست والي او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې د مراسمو لپاره په ځوړند شوي بینر کې په ولسي جرګه کې د هملند د خلکو د استازي عبدالجبار قهرمان نوم او انځور نه و.

د ولسمشر سلاکار وزیر محمدابراهیم مشفق وايي، هغه څوک چې ددې وطن او ولس په خدمت کې وژل کیږي، د افغانانو اتل دی.

دی زیاتوي، هغه کسان چې د افغانانو تر منځ بیلوالی راولي، دمنلو وړ نه دي او دوی د وروستیو پېښو له کبله د کندهار او هلمند ولسونو سره د خواخوږۍ احساسات شریکوي.

د ولایتي شورا پخواني رييس عبدالولي واحدزی د وژل شویو جنرالانو په باب وویل:

''درې واړو جنرالانو په وروستیو ۱۷ کلونو کې د نظام د ټېنګښت او پایښت لپاره د خپلو کورنیو غړي دلاسه ورکړل، د ځانونو قرباني يې ورکړه، چې له همدې کبله يې د ولسونو په زړونو کې ځای پیدا کړی او د دوی نومونه او کارنامې به ژوندی پاتې شي.''

د عبدالرشید قهرمان په نوم یو تن ځوان سیاسي فعال وايي، د خوست ځوانان په دریو واړو جنرالانو ویاړي او درناوی يې کوي.

دی زیاتوي، خوستي ځوانان ټولو افغانانو ته په یوه نظر ګوري او د دوی په منځ کې هېڅ ډول تفرقې ته اجازه نه ورکوي.

د خوست د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون جنرال رازق یو داسې شخصیت یاد کړ، چې د افغانستان د بیلابیلو سیمو خلک يې پر ځان راټول کړي ول.

ښاغلي همایون وړاندې وویل:

''د جنرال صیب رازق په شان جنرالان فکر نه کوم چې په راتلونکو دوه سوه کلونوکې هم بیا راپیدا شي، تر دې اندازې پورې تکړه، ځیرک، هوښیار او پوه، سخي او دلسوزه شخصیت وو، چې توانیدلی وو، د افغانستان د بیلابیلو سیمو سیمو خلک پر ځان باندې راټول کړي.''

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس مومن حسین‌خېل تېره پنجشنبه د ولایت مقام په انګړ کې په داسې حال کې چې له یوې امنیتي غونډې د وتلو په حال کې وو، د یو ساتونکي له‎ خوا په ډزو ووژل شول.

د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان بیا لدې پيښې یوه ورځ مخکې د چارشنبې په ورځ د نوموړي په ټاکنیز دفتر کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG