د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار نوی ځایناستی امنیه قوماندان


په کندهار کې د وژل شوي امنیه قوماندان ورور تادین خان د اکتوبر پر ۲۲مه، د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال پاسوال جانان بارکزي له‎ خوا د کندهار د نوي سرپرست امنیه قومندان په توګه وپېژندل شو.

چارواکي وايي، تادین خان د کندهار د قومي مشرانو په غوښتنه د ولسمشر د حکم پر بنسټ د کندهار نوی سرپرست امنیه قوماندان غوره کړل شو.

تادین خان که څه هم نظامي زده‎کړې نه‎ لري، خو ځايي خلک وايي په تېرو څو کلونو کې یې له خپل وژل شوي ورور جنرال عبدالرازق سره نېژدې همکاري درلوده او د سیمې له حالاتو خبر دی.

پاسوال جانان بارکزي د کندهار نوی امنیه قومندان معرفي کوي
پاسوال جانان بارکزي د کندهار نوی امنیه قومندان معرفي کوي

​د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی وايي، پر جنرال عبدالرازق برید کوونکی له جعلي نوم، جعلي تذکرې او شخصي تضمین سره د کندهار د والي د ساتونکي په توګه دنده پیل کړې وه.

د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی
د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی

ښاغلي ستانکزي د اکتوبر پر ۲۲مه، په کندهار کې وویل چې له برید څو دقیقې مخکې بریدګر له کرښې هغهې خوا ته له کوم چا سره پنځه نیمې دقیقې خبرې کړې وې.

د ملي امنیت رئیس په کندهار کې خبریالانو ته وویل، د دې برید په تړاو ۱۵ کسان تر پوښتنو ګروېږونو لاندې دي.

په دوی تر ټولو مهم سړی د والي د ګارډ مشر مولا داد دی چې بریدګر ته یې د والي په ساتونکو کې ځای ورکړی و.

ویل کېږي هغه کس چې د ده سړي تضمین یې کړی هغه د برید په ورځ پاکستان ته تښتېدلی دی.

د کندهار نوي امنیه قوماندان تادین خان د ګومارنې غونډه
د کندهار نوي امنیه قوماندان تادین خان د ګومارنې غونډه

د کندهار د امنیه قوماندان تېره پنجشنبه (د اکتوبر ۱۸مه) د ولایت په دفتر کې په داسې حال کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان سکاټ مېلر او نورو چارواکو سره له یو امنیتې غونډې څخه د وتلو په حال کې وو، د یو ساتونکې له‎خوا ډزې وشوې او ووژل شو.

XS
SM
MD
LG