د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستانه د کندهار پېښې تورن وغوښتل


ولسمشر غني له پاکستانه وغوښتل چې د کندهار د وروستۍ پېښي عاملین ورته وسپاري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار په منډیکک ماڼۍ کي د قومي مشرانو او ولسي خلکو یوې لویې غونډې ته په وینا کې له پاکستانه و غوښتل چې د کندهار ولایت دفتر دننه په برید کې ککړ کسان ورته وسپاري.

په هغه برید کې چې یوه ساتونکي وکړ د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت ریس جنرال عبدالمومن حسېنخېل ووژل شول او د یاد ولایت والي، يوه امریکايي جنرال، يو بهرنی سرتېری او د هغوی دوه ژوباړونکي ټپيان شول.

ولسمشر غني وویل چې د کندهار برید سازش ​په پاکستان کې جوړه شوی وو او پر اسلام ابد یې ږغ وکړ چې په پېښه کې ککړ کسان دې ورته وسپاري چې افغان دولت یې محاکمه کړي.

هغه وویل د کندهار پېښې لپاره دې یوه نړیوال پلاوی وګومارل شي چې حق او ناحق ولټوي.

تر ولسمشر غني وړاندې په دوشنبه د افغانستان ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې پېښي پلان د پولې ها غاړه جوړ شوي وو.

پاکستان تر اوسه د افغان ولسمشر د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال د جنرال عبدالرازق له کورنۍ سره د غمرازۍ تر څنګ هغه ته د خپلواکۍ ملي اتل لقب ورکړ او د دې ولایت د پولیسو اکاډمي يې د قوماندان رازق په نامه ونوموله.

د ارګ پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ولسمشر د جنرال رازق له موره مننه وکړه چې داسې زړور زوی یې روزلی و."

ولسمشر غني کندهار ته له رسېدو سره سم په خرقه مطهره کې د دې ولایت د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق مزار ته ولاړ او هغه ته یې دعا وکړه.

ولسمشر غني د جنرال رازق دعا ته ولاړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

ولسمشر دغه راز د جنرال رازق د مزار جوړېدو او په کابل او کندهار کې يې د نوموړي په نوم د يوشمېر واټونو د نومولو سپارښتنه هم وکړه.

نوموړي له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل چې د کندهار د خلکو غوښتنې او مشورې مني او له دې وروسته د کندهار د خلکو خبره او مشوره د حکومت تګلاره ده او منل کېږي به:

"په کابل او کندهار کې به سړکونه د دې ملي اتل په نوم یادېږي او دا کار به ژر کېږي د کابل ښاروالۍ او د کندهار ښاروالۍ ته مي هدایت دا دی چې ژر تر ژره دا کار وکړي، د کندهار د پولیسو تعلیمي مرکز به سر له ننه د شهید ستر جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شي،د خپلواکۍ د اتل شهید لقب به ستر جنرال عبدالرازق خان ته ورکړو او ستاسي مشوره به زما تګلاره وي."

اشرف غني: د کندهار ولس مشوره به د افغان حکومت تګلاره وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:14 0:00

د کندهار د ولایت مقام په ودانۍ کې دننه تېره پنجشنبه تر يوې مهمې غونډې وروسته د چارواکو د تګ پر مهال د والي يو ساتونکي برید وکړ چې له امله يې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رئیس جنرال عبدالمومن حسين خېل ووژل شول او د کندهار د والي، د ۴۰۴ ميوند زون او ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانانو په ګډون پکې يوه امریکايي جنرال، يو بهرنی سرتېری او د هغوی دوه ژوباړونکي ټپيان شول.

وسله والو طالبانو ویلي ول د کندهار وروستی برید دوی کړی دی.

XS
SM
MD
LG