په لوګر کې د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د کوچیانولیسې لپاره د نوې، درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي په کابل کې نننۍ چاودنې پنځه تنه وژلي او اته نور يې ټپیان کړي دي.
د خوست اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله د اختر د قربانیو لپاره د څارویو بیې لوړې شوې دي. دوی وايي، دوه ...
د پاکستان پوځ مشر خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړې چې پاکستان به د افغانستان سولې لپاره د هر وړاندیز هرکلی کوي.
د یکشنبې په ورځ د لوګر د کلیو پراختیا ریاست او د یاد ولایت د پل علم، برکي او محمداغې ولسوالیو د اوسیدونکو تر منځ د ۵۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۲۴ کانالونو د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د کورنۍ د یو شمېر غړو په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۵ مشران د خپلو کورنیو سره یو ځای له پاکستانه کندهار ته تللي دي.
عیني شاهدان وايي چې د ځانمرګیو بریدګرو شمېر څلور وو چې لومړي هغه ځان الوزولی او ورپسي درې هغه یې جومات ته ننوتلي ول او هلته یې سل تنه ییرغمل کړي ول
د پنجشنبې پر شپه د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۴۲ وسلهوال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
په خوست کې د مدني بنسټونو، ګوندونو او شوراګانو د ګډ ائتلاف په کوربه توب د اتو ولایتونو د فوټبال د منتخبو لوبډلو تر منځ سیالۍ روانې دي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د ښار او کورجوړونې ریاست لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.
افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان غږ کړی دی چې پر خپل پخواني روش نوی فکر وکړي او دا اوس ورته یو نوبت دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومته غوښتنه کړې ده چې په هېواد کې د خپل سرو عدالتونو مخه ونیسي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته