عیني شاهدان وايي چې د ځانمرګیو بریدګرو شمېر څلور وو چې لومړي هغه ځان الوزولی او ورپسي درې هغه یې جومات ته ننوتلي ول او هلته یې سل تنه ییرغمل کړي ول
د پنجشنبې پر شپه د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۴۲ وسلهوال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
په خوست کې د مدني بنسټونو، ګوندونو او شوراګانو د ګډ ائتلاف په کوربه توب د اتو ولایتونو د فوټبال د منتخبو لوبډلو تر منځ سیالۍ روانې دي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د ښار او کورجوړونې ریاست لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.
افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان غږ کړی دی چې پر خپل پخواني روش نوی فکر وکړي او دا اوس ورته یو نوبت دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومته غوښتنه کړې ده چې په هېواد کې د خپل سرو عدالتونو مخه ونیسي.
دافغانستان او سيمې په اړه د امریکا نوې پالیسۍ په حواله په پېښور کې د سیمه يیزه چارو پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي د پاکستان لخوا د وسله والو په اړه د پالسيو نه بدلولو له کبله اسلام اباد ته يو ډول دړاکه ورکړل شوې. د ده په خبره پاکست
د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرل اصف غفور وویل چې امريکايي چارواکو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په بلنه د پاکستان د مختلفو سيمو دورې هم وکړې او دوي وکتل چې سيمې له وسله والو پاکې کړل شوې او وسله وال په کې تربيتي مرکزونه نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په شپه د افغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ اعلان کړه.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړي قوماندان اعلان کړی چې متحده ایالات له افغانستان سره دی او ورسره ...
د امریکا دفاع وزیر جېم مېټس د دې خبرې پخلی کړی چې تر یوه اوږد بحث وروسته ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پوځي مشرانو سره د افغانستان په اړه د یوې نوې سټراټیژۍ په راوړلو سلا شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د یکشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې د سرپل ولایت په مرزا اولنګ سیمه کې د اګست دریمې نه تر پنځمې نیټې پورې د بریدونو په اړه خپل لومړي مالومات یې رابرڅېره کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته