د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د اوبو ۲۴ نوي کانالونه


د لوګر چارواکي د پروژې د لاسلیکیدو پرمهال
د لوګر چارواکي د پروژې د لاسلیکیدو پرمهال

لوګرـ د یکشنبې په ورځ د لوګر د کلیو پراختیا ریاست او د یاد ولایت د پل علم، برکي او محمداغې ولسوالیو د اوسیدونکو تر منځ د ۵۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۲۴ کانالونو د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول.

چارواکي وايي، یاد کانالونه چې د یو کال په موده کېد کرهنیزو چارو د پرمختیايي ادارې په مالي لګښت جوړیږي، ۲۰۰۰ کسان به په کې کار او مزدوري کوي.

د کلیو پراختیا وزارت د پلان سره سم د هغو قراردادونو د لاسلیکولو په مراسمو کې، چې د دوی د اړوند ریاست او د لوګر د درېوو ولسوالیو د اوسیدونکو تر منځ د ۲۴ کانالونو د جوړولو په موخه جوړ شوي ول، چارواکو دا ډول پروژې د یاد ولایت په کرهنیز سکټور کې مهم پرمختګ وباله.

د لوګر والي وویل، لدې کانالونو به په مستقیم ډول ۶۴ زره کورنۍ ګټه پورته کوي او لدې سربیره به اته زره هکټاره نوره کرهنیزه ځمکه هم چې پخوا شاړه وه او اوبه يې نه درلودې اباده شي.

د لوګر والي حلیم فدايي د کانالونو د پروژو په باب مشال راډیو ته وویل:

((د کلیو د پراختیا وزارت د پلان مطابق په درېوو ولسوالیو برکي، محمداغې او پل علم کې ۲۴ د اوبو کانالونه چې مجموعي قیمت يې تر ۵۲۱ میلیونه افغانیو څخه زیاتې کیږي، چې پدې کې لس فیصده د خلکو ونډه ده، لاسلیک کیږي، کار يې پیلیږي چې تقریباً دا کارونه د یو کال په موده کې بشپړیږي، پدې کې به دوه زره کسان په مستقیم ډول مزدوري کوي.))

د لوګر د کلیو پراختیا رييس عاشق الله اخلاصیار وايي، دا لومړی ځل دی، چې د ځايي شوراګانو سره په دومره ډېر لګښت د کانالونو قراردادونه لاسلیک کیږي او د دوشنبې له ورځې به يې عملي چارې پیلیږي.

ښاغلی اخلاصیار زیاتوي:

((دغه کانالونه اته په محمداغې ولسوالۍ کې دي، ۱۱ کاناله په پل علم کې دي، پنځه کانالونه په برکي برک ولسوالۍ کې دي، دا لومړنۍ ځل دی، چې په محلي یا ولایتي کچه د شوراګانو سره په دومره لویه اندازه او ډېر لګښت قراردادونه امضاء کوو، نو سر له سبا څخه به د دې تهداب ګزارۍ مراسم پیل شي.))

د لوګر یو تن ځايي بزګر د کانالونو د پروژو د ارزښت په باب داسې وویل:

((زما نوم حاجي عبدالباقي، د لوګر د بابوس د حوزې اوسیدونکی، زموږ سربندونه ډېر لري دي، په لاره کې زخت زیات ضایعات لري، پدې سره ۶۰ فیصده د اوبو هغه ضایعات پرې بندیږي، نو دا ډېرې حیاتي پروژې دي.))

د لوګر چارواکي وايي، د اوبو د کانالونو پروژې د ځايي خلکو لخوا انتخاب شوي دي، د کلیو د پراختیا ریاست د دې پروژو یوازې سروې، ډیزاین او تخنیکي برخو کې د ځايي خلکو سره مرسته کړې ده.

یاده دې وي چې تېره اونۍ هم د لوګر په محمداغې او برکي برک ولسوالیو کې د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د دوو کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG