د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د کوچیانو لیسې ته نوې ودانۍ جوړیږي


په لوګر کې د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه د نږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د کوچیانولیسې لپاره د نوې، درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.

یاده وداني چې ۲۴ تدریسي او (۱۲) ادارې خونې لري، ودانیزې چارې به يې د دوو کلونو په موده کې سرته ورسیږي.

چارواکي وايي، د دې ودانۍ په جوړولو سره به کوچیانو زده کوونکو ته د زده کړو ښه شرایط برابر شي.

د سې شنبې په ورځ د لوګر د پوهنې رييس محمداکبر ستانکزي مشال راډیو ته وویل، چې ډېری کوچیان د لوګر په لیرې سیمو کې اوسیږي، نو د دې لپاره چې ماشومان يې له زده کړو بې برخې نشي، دوی په پلان کې لري چې د کوچیانو لیسې زړه وداني لیلیې ته پریږدي او نوې وداني به تدریسي چارو ته بېله کړي.

د لوګر د پوهنې رییس د ودانۍ د ځانګړنو په اړه مشال راډیو وویل:

((دا ودانۍ چې په درېیو پوړونو کې ده او ۲۴ تدریسي خونې لري او ۱۲ نورې اداري خونې لري، په ضمن کې د دې لګښت چې ۱۹میلیونه نهه لکه اتیازره افغانۍ دی او تقریباً د ۲۴ میاشتو په موده کې به دا تعمیر تکمیلیږي.))

​د لوګر والي حلیم فدايي وايي، چې ځايي اداره د ټولنې د ټولو قشرونو انډولیزې پرمختیا ته پاملرنه لري.

دی وايي، چې د دې لیسې جوړیدل به د کوچي ماشومانو په ښوونه روزنه ښه اغېز ولري.

ښاغلی فدايي زیاتوي:

((په هره ساحه کې متوازن انکشاف خصوصاً د هغو وګړو لپاره چې محروم دي، هغوی ته توجه کول زموږ اساسي دنده ده، چې په هغې کې کوچیان، ښځې، معلول او معیوب او ځوانان شامل دي، د کوچیانو د لیسې جوړول به یو داسې قشر لپاره چې هغه د تعلیمي سهولتونو نه تر ډېره بې برخې دي، برخمن شي او ده به د دوی د تعلیم په ساحه کې یو ښه پیشرفت وي.))

د یادونې وړ ده، لوګر د هغو ولایتو څخه دی، چې له یوې خوا په کې د ځايي کوچیانو شمیر ډېر دی، بل لوري ته د خوست په ګډون د یو شمېر تودو سیمو څخه هم د ګرمۍ په موسم کې کوچیان ورځي او په ژمي کې ترې بېرته خپلو سیمو ته ستنیږي.

په لوګر کې ۵۷ کاله وړاندې د کوچیانو د لیسې لپاره وداني جوړه شوې وه، چې اوس تر ډېره زړه او زیانمنه شوې، چې د زده کوونکو اوسني شمېر ته بسنه نه کوي.

د لوګر د کوچیانو په لیسه کې دا مهال تر پنځه سوو زیات زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG