د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاعمر د کورنۍ مهم غړي او د طالبانو پخواني مشران کندهار ته تللي


د طالبان د پخواني مشر ملا محمد عمر د ځوانۍ عکس چې په ۱۹۷۸ کال کې اخېستل شوی.
د طالبان د پخواني مشر ملا محمد عمر د ځوانۍ عکس چې په ۱۹۷۸ کال کې اخېستل شوی.

محمد صادق رښتینی

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د کورنۍ د یو شمېر غړو په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۵ مشران د خپلو کورنیو سره یو ځای له پاکستانه کندهار ته تللي دي.

د قومندان په وینا د وسله والو طالبانو د لوړې او منځنۍ کچي په دغو مشرانو کي پخواني والیان او د طالبان د مهال د دفاع او بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي شامل دي .

په دي کي د سولې شورا رول نشته، یوازي زموږ د قومي مشرانو په هڅو راغلي.
د قندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق

د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي د ‌‌طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د کورنۍ یو شمېر غړي او د ‌طالبانو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو دوستان دده په شخصي هلو ځلو د کوټي شورا څخه جلا شوي او عادی ژوند يي پیل کړی.

جنرال عبدالرازق وویل قندهار ته په ستنو شویو کسانو کي ملا فدا او لطف الله اغا چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزارت مرستيال او بیا په پنجاب ایالت کې د طالبانو کونسل و شامل دي .

لطف الله اغا د ملا عمر د ورور ملا منان خسر دی.

جنرال عبدالرازق زیاتوي:

« ډېر کسان راغلي، تر ۱۵ پوري کسان به وي چې کوچني او غټ قومندانان په دې کي شامل دي. د طالبانو د وخت د دوو ولایتونو والیان راغلي، ولسوالان هم راغلي، په دي کي د سولې شورا رول نشته، یوازي زموږ د قومي مشرانو په هڅو راغلي، نوره هم دا پروسه روانه ده »

امنیه قومندان وايي دغه طالب مشران په تېرو شپږو میاشتو کي د خپلو کورنیو سره یو ځای له پاکستانه کندهار ته تللي او ددې ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کي میشت شوي دي.

ددې پر ځای چي پاکستان یې نیسي او وژني يې، نو ښه لاره داده چې راسي.
لالی حمیدزی

جنرال رازق د دغو طالب مشرانو په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو وويل چې پدې برخه کې نوري هڅي هم دوام لري.

په ورته وخت کي د پوځي او سیاسي چارو شنونکي د وسله والو مخالفینو د پخلاینې دا ډول بهیر د سولې او دجګړې د پای ته رسیدو په برخه کي ګټور بولي.

د ولسي جرګې غړی لالي حمیدزیوايي

« هغه طالبان چې په پاکستان دي، ددې پر ځای چي پاکستان یې نیسي او وژني يې، نو ښه لاره داده چې راسي او دسولي د پروسې سره یو ځای شي.»

او د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت بیا داسې وايي:

« دا طالبان چي راغلي، دا د جګړې په منفي اهدافو پوه شوي او له جګړې ستړي شوي، کندهار ته راغلي او دلته يې عادي ژوند پیل کړی. زه له نورو هم دا غوښتنه کوم چي را دې شي، په خپل وطن کي دې واړوي.»

شنونکي وايي پر طالبانو د پاکستان د اغېز د کمېدو لپاره دا تر ټولو غوره لار ده او دا کار د جګړې د پراختیا مخنیوی هم کولای شي.

وسله والو طالبانو او یا هم د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG