د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان سولې هر وړاندیز ته هرکلی وايي


د پاکستان پوځ مشر خپل افغان سیال ته ډاډ ورکړې چې پاکستان به د افغانستان سولې لپاره د هر وړاندیز هرکلی کوي.

د تېر اتوار په ورځ د تاجکستان په سر ښار دوشنبه کې د پاکستان، افغانستان، چین او تاجکستان د پوځي مشرانو د ترهګرې د مخنیوي د همکاریو څلور-اړخیزه مېکانزم کانفرنس سره پر څنګ افغان او پاکستانیو پوځي مشرانو لیدلي دي.

د پاکستان پوځ د عامو اړیکو څانګې ایی اېس پي ار په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلي د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د افغانستان پوځ مشر جنرل شریف یفتالي د ملاقات پرمهال د دواړو ملکونو د پوځونو ترمینځه د رابطې لپاره د یوې ګډې کاري ډلې جوړولو پر وړاندیز سلا شوي دي. دغه وړاندیز د پاکستان پوځ مشر کړی دی.

د پاکستان پوځ مشر په وینا چې د دې ګډې کاري ډلې له لارې به دواړه پوځونه په ګډه کار کوي او د خپلو ګډو انديښنو هواورلو په خاطر به په حکومتي کچه خبرې کوي.

دواړو پوځي مشرانو له دې علاوه پر خپلمینځيو چارو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل په پلازمېنه دوشنبه کې د تاجکستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان څلور اړخیزه غونډه کې پر دې خبرې شوې دي چې څه ډول پر پولو د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیول شي او له ترهګرۍ سره مبارزه په ښه توګه مخ ته ولاړه شي.

افغان چارواکو په وار-وار ویلي سربېره پر دې چې د افغان طالب مشرانو مرکزونه او د هغوی وسله وال په پاکستان کې دي او له هغه ځایه په وسلو او وسایلو سمبالېږي. دوی دا ادعا هم کوي جې د داعشیانو جګړه مار هم له پاکستانۍ غاړې و افغانستان ته استول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري یو وار بیا ټینګار کوي چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پټنځایونه له‌منځه یوسي.

"ټول وخت موږ ویلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي. ترهګر هم په پاکستان کې دي. هغوی مرستې هم ورسره کوي. هیله ده چې پاکستان بالاخره په دې پوه شي چې ترهګرو ته په خپل هېواد کې ځای ور نه‌ کړي. د داعش څلور مشران په افغانستان کې په ننګرهار او کونړ کې ووژل شول. موږ [له پاکستانه] غواړو چې د ترهګرو مشران یا د طالبانو مشران یا د ښوونې او روزنې مرکزونو ته دوی هم په پاکستان کې اجازه ورنه‎کړي."

که څه هم افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو پر شتون کلکې نیوکې لري خو د پاکستان نه یوازې دا تورونه ردوي بلکې د پوځ مشر یې ادعا کوي چې د ترهګرو ډلو پټنځایونه یې له منځه وړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان په وخت پر پاکستان سخت انتقاد وکړ چې د امریکا په اربونه یا میلیاردونه ډالره‌ یې اخیستي، خو له ترهګرۍ سره‌ یې مبارزه نه ‎ده کړې.

ټرمپ وویل، امریکا او ملګري به‌ یې په سرحدونو کې د ترهګرو د تګ راتګ مخه نیسي او هغوی چې هر چېرته پټېږي له‌منځه به‌ یې وړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی او رابعه اکرم خان

XS
SM
MD
LG