د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: پاکستان دې پر خپله پخوانۍ رویه له سره فکر وکړي


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان غږ کړی دی چې پر خپل پخواني روش نوی فکر وکړي او دا اوس ورته یو نوبت دی.

ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې په اړه ملت ته په وینا کې وویل چې بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی.

ولسمشر غني وویل ، " مونږ له پاکستان سره دولت په دولت سوله غواړو، تل پایه سوله غواړو، یو بې ثباته افغانستان د هیچ چا په ګټه نه دی او پاکستان باید پر خپل پخواني روش او دود باندې نوی فکر وکړي او دا ورته یوه موقع ده."

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان هیڅکله د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره اقدام نه دی کړی.

دا لومړی ځل ندی چې افغان حکومت له پاکستان څخه داسې غوښتنه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم په بیا بیا پر اسلام اباد ږغ کړی دی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

افغانستان تور پورې کوي چې پاکستان د افغان حکومت پرضد له جګړه کوونکې ، حقاني شبکې ، وسله والو طالبانو او نورو وسله والو سره مرستې کوي او هغوی ته یې په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي.

پر پاکستان دا تور یوازې د افغانستان له خوا نه پورې کېږي بلکې هند هم دې ورته دریځ لري او ایران هم څو ځله شکایت کړی دی چې د پاکستان له بلوچستان صوبې څخه وسله وال ور اوړي.

پر پاکستان د داسې تورونو تازه لړۍ د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه وینا ده چې د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان په اړه د نوې تګلارې اعلانولو پر وخت وکړه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل ، دوی ته دا نوره د زغملو وړ نه ده چې امریکا دې پاکستان ته په اربونو ډالر مرستې ورکوي او پاکستان دې په بدل کې داسې وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي کومې چې امریکا ترهګرې ګرځولې دي.

پاکستان دا ټول تورونه ردوي او وايي چې نه یوازې د ترهګرۍ له کبله تر بل هر هیواد زیات اغېزمن شوی دی بلکې د وسله والو پرضد یې بې توپیره عملیات هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG