د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: چاودنې پنځه کسان وژلي او اته ژوبل


د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي په کابل کې نننۍ چاودنې پنځه تنه وژلي او اته نور يې ټپیان کړي دي. نوموړي په خپل فېسبوک لیکلي چې دا یو ځانمرګی برید وو.

تر دې مخکې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي وو، د کابل ښار له چاودنې یو مړی او اته ټپیان د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې ذمه واري هېڅ یوې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌ ده اخېستی.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ هم د کابل په یوولسمه حوزه کې د نجارا کلا په یوه جومات باندې د ځانوژونکیو وسله‌والو حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته‌ یې مرګژوبله واړوله. د هغه برید مسولیت داعش ډلې منلی وو.

XS
SM
MD
LG