د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې دې د خپل سرو عدالتونو مخه ونیول شي"


بلال احمد صدیقی
بلال احمد صدیقی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومته غوښتنه کړې ده چې په هېواد کې د خپل سرو عدالتونو مخه ونیسي.

د دې کمیسیون ویاند بلال صدیقي نن مشال راډيو ته وویل چې په هېواد کې د صحرايي محاکمو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

هغې وویل ، "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون دا پېښه په سختو ټکو غندي، او په همدې حال کې له افغان حکومت څخه غواړي چې هېڅ کله اجازه ورنه کړي چې خلک د صحرايي محاکمو له لارې په خپل سري ډول مجازات شي.”

دا خبرې له هغه وروسته کیږي چې دبدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې تیره ورځ یو سړی او یوه ښځه د نا مشروع جنسي اړیکو په تور د وسله والو طالبانو لخوا په عام محضر کې و ویشتل شول.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد هم دا موضوع تایدوي او وايي چې یاده سېمه د وسله والو طالبانو په واک کې ده.

خو وسله والو طالبانو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي. داسې پېښې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په پاکستان کې یو وخت نا وخته رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG