د لاسرسي ځای

په کابل کې د جمعې پر ورځ په قلعه نجارا سیمه کې د اهل تشیع پر یوه جومات ډله اییزه برید د ټولو برید کوونکیو په وژل کیدو سره پای ته ورسېده. د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش مشال رادیو ته وویل برید کوونکي څلور کسان چې یو يې ځانوژونکي چاودنه وکړه او درې نور يې افغان سرتېرو ووژل.

د نوموړي په خبره په دې برید کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي. دانش وویل درې پولیس هم وژل شوي او امنیتي ځواکونه توانیدلي چې څه د پاسه سل کسان وژغوري. خو د افغانستان روغیتا وزارت وايي چې له پېښې ۲۰ تنه مړي او ۴۰ تنه ژوبل روغتونونو ته وړل شوي دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې ترهګري نه شي کولی په دا ډول بشریت او اسلام ضد اعمالو سره د افغانانو یووالی مات کړي.

اسوشییېټډ پرېس اژانس وايې په افغانستان کې په داعش پورې تړلې ډلې د کابل ننني برید مسولیت پر غاړه اخېستی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG