د پاکستان او افغانستان تر مينځه دوه کالو راهسې د ځند ښکار د اعلی پايي تجارتي مذاکرات بيا د شروع کولو فيصله شوې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د ۱۸۰ نجونو په ګډون ۲۹۰۶ تنو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې نوي سلنه يې پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.
په خوست کې د قومونو تر منځ د څړ ځایونو، دښتو، غرونو او غونډیو پر سر دعوو او لانجو په یاد ولایت کې...
د سرپل ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د لسګونه ملکیانو په وژنه کې ...
تېر ماښام خواوشا اته بجې د خوست ښار د پروژې پل په سیمه کې ویالې ته یو ګاډی لویدلی، چې په کې سواره ۷ کسان چې ټول د یوې کورنۍ غړي ول وژل شوي دي.
د خوست درېیو ځدراڼ میشتو ولسوالیو نادرشاه کوټ، شمل دوه منده او سپیرې قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان وايي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د یادو سیمو پرمختګ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
بېګاه شپه د افغانستان په دوو جنوبي ولایتونو کندهار او زابل کې ۲۵ وسلهوال طالبان او ۲ پولیس وژل شوي ۲۳ وسلهوال طالبان او ۲ پولیس ټپیان شوي دي.
د هرات ولایتي چارواکي وايي چې دا برید تېره شپه د بکراباد سیمې پر جوادیه جومات شوی چې تر ۶۰ زیات کسان پکې ټپي شوي هم دي.
د عراق حکومت وايي، په کابل کې د دې هېواد پر سفارت په شوي برید کې عراقي ډیپلوماتانو ته مرګژوبله نهده اوښتې او ...
محمد عارف شاه جهان د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې فراه ولایت له ایران سره۲۸۹ کیلو متره ګډه پوله لري او دوی په دغه پولې په بشپړ ډول کنټرول نه لري چې له امله يې ایراني سلاکاران پرې په ډېرې اسانۍ سره دواړو لوریو ته تګ راتګ کوي.
دې وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې حمله کې څلورو بريد ګرو برخه درلوده چې يو يې په لومړي سر کې په ځان پورې تړلي چاوديدونکو مواد وچول او پاتې درې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن دوشنبه سهار د ۱۱ بجو په شااوخوا کې د عراق پر سفارت حمله شوې وه. د دغه وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل چې څلورو وسله والو پر سفارت برید کړی وو. اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې. ویډیو ولي سباوون او تمیم اخګر، ازادي راډیو
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته