د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښار او کور جوړونې ریاست ته نوې وداني جوړیږي


د چارشنبې په ورځ په خوست کې د ښار او کورجوړونې ریاست لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار پیل شو.

یاده وداني چې د ښار او کور جوړلو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړیږي، د چار دیوالۍ په ګډون نور اړین ملحقات هم لري.

په خوست کې د ښار او کور جوړونې ریاست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو د کار د پیل په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، د دولتي ادارو د چارو د تنظیم او د خلکو غوښتنو ته د رسیده ګۍ لپاره هرې ادارې ته د جدا، جدا ودانۍ شتون تر ټولو مهمه اړتیا ده.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، د دې ودانۍ د جوړولو تر څنګ ځايي اداره په پلان کې لري، چې په اداري کمپلیکس کې شته حکومتي ودانۍ چې له جوړولو يې ډېر وخت تېر شوی او رغونې ته اړتیا لري، د هغو د ترمیم لپاره هم فنډ پیدا او کارونه يې پیل کړي.

خوست والي د ښار او کور جوړولو لپاره د نوې ودانۍ د مشخصاتو په باب وویل:

((زموږ د ښار او کور جوړونې ریاست لپاره یوه دوه پوړیزه وداني به په اساسي ډول جوړیږي، همدارنګه د ودانۍ نور لازم ملحقات لکه د وړانۍ چاردیوالي، سفټیک څاه، د څښلو اوبو لپاره ژور کوهي په کې شامل دي، دا پروژه به د ۱۴،۸ میلیونه افغانیو په لګښت باندې جوړیږي، الته بودیجه يې د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا نه ورکړل شوې ده.))

د خوست د ښار او کور جوړولو رييس انجینر ابراهیم الله ولي زی وايي، ادارې يې مخکې کوچنی غوندې وداني درلوده چې له یوې خوا مناسبه نه وه او بل لوري ته د دوی تشکیل په پراخیدو دی، چې اړتیاوې يې په کې نه پوره کیږي.

ابراهیم الله ولي زی زیاتوي:

((دا چې د یادې ادارې پخواني اداري تعمیر د دوی له اړتیاوو لږ وو، مناسبې دفتري خونې يې نه درلودې، چاپیریال يې هم ښه نه وو، زموږ د همدې ستونزو د حل لپاره اړوند وزارت دا نوی تعمیر منظور کړ، بله دا چې زموږ اداري او تخینکي کاروکوونکي هم په ډېریدو دي، د دې لپاره چې په راتلونکې کې مو ستونزې ډېرې نشي، نو مخکې له مخکې مو د نوي ودانۍ تابیا وکړه.))

​د چارو کتونکی محمدغفور مهیدي هم د هرې حکومتي لپاره د ځانته ودانیو شتون د مهمې اړتیا په توګه یادوي او زیاتوي، ځنې داسې ادارې شته چې تېر ۱۶ کاله په کرایي ځایونو کې پاتې شوي، چې د دوی په هغه میاشتنیو کرایو باندې هم ځانته ودانۍ جوړیدای شوې.

د ده په وینا دولتي چارواکي او مامورین مسوولیت لري، چې په دوامداره توګه د جوړیدونکو ودانیو ساتنه او پالنه وکړي او پرینږدي چې دا ودانۍ هم د ډېریو ښوونځیو د ودانیو په شان تخریب او زیانمې شي.

XS
SM
MD
LG