د لاسرسي ځای

د خوست اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله د اختر د قربانیو لپاره د څارویو بیې لوړې شوې دي.

دوی وايي، دوه درې ورځې مخکې د څارویو بیو ګزاره کوله، خو څومره چې د اختر شپې ورځې رالنډېږي، په هماغه اندازه د قربانیو لپاره د څارویو بیې پورته ځي.

که څه هم د اختر د قربانیو لپاره د خوست د څارویو منډيي ته له هر لوري په سلګونه څاروي راوړل کېږي، خو بيې يې لوړې دي او اخیستونکی کس اړ کېږي چې لسګونه څاروي بیه کړي، ترڅو د خپل وس او اړتیا مناسب څاروی پیدا کړي.

د دوشنبې په ورځ د خوست یو شمېر اوسېدونکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، هغه څاروي چې پروسږکال په شااوخوا ۴۰ زره پلورل کېدل سږ کال هغه تر ۵۵ زرو پورې پلورل کېږي.

دوی زیاتوي:

"نورالله یم د خوست ولایت څخه، دلته د اختر د څاروي د اخیستلو لپاره راغلی یم، د څارویو بیې لوړې دي، خو منډيي ته نن ډېر څاروي راغلي دي."

زه مشر خان نومېږم، سږ کال خو د څارویو بیې ډېرې لوړې دي، پروسږ کال چې د یوه څاروي قیمت ۴۰ زره و، هغه سږ کال ۵۵ زره روپۍ دی."

د خوست اوسېدونکي وايي، له ‎دې کبله چې د څارویو بیې لوړې شوي، د څارویو د پېرودلو بازار سوړ شوی دی.

دی زیاتوي:

"نوم مې عیدګل دی، تېرو دوو ورځو کې بیې د ګزارې والا وې، خو نن‌يې تېزوالی کړی دی، د اختر خوسکی له ۳۵ زرو تر ۷۰ زرو پورې شته، د نورو کلونو په پرتله‌يې خلک په اخیستو کې لږ کمزوري غوندې دي، بیې لږې ګرانې شوي او خلک‌يې اخیستو ته مخه نه‌کوي."

بل‎خوا د خوست د څارویو په منډيي کې ځیني پلورونکي او پېرېدونکي وايي چې سږ کال د غټو څارویو په پرتله ووړ مال ډېر خرڅېږي، ځکه له یوې خوا يې د غټو څارویو په پرتله بیې ښې دي او بل لوري ته دلته خلک د قربانیو د غوښو د ساتنې لپاره هم اسانتیاوې نه‎لري.

د شریف په نوم د موټر یو چلوونکی چې د ټنیو د لیرې پرتې سیمې نرېزې څخه د خوست ښار د څارویو منډيي ته غواوې، بزې او پسونه راوړي وايي:

"نن سبا خلک دا غټ څاروي ډېر نه‌اخلي، اکثره خلک دا ووړ مال اخلي، وايي چې غټ مال قیمت دی، ځیني خلک داسې هم وي چې خپلې پیسې ګوري او د دې لپاره ووړ مال اخلي چې لږه غوښه نه‌خرابېږي."

د نظر خاوند سلطان محمود خیرخواه وايي، د اختر د قربانیو لپاره هغه خلک څاروي اخلي چې د اخیستلو څه نا څه مالي توان‌یې لري، خو یو شمېر کسان له‎دې موقع نه په استفادې بیا خپل څاروي په هر څو يې چې خوښه شي، پلوري يې.

د ده په وینا افغان حکومت باید د څارویو د پلورلو بهیر کنټرول کړي او د اختر په شپو ورځو کې د څارویو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG